Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د پارک سینما وروسته له جنجالونو ورانه شوه

په کابل ښار کې د پارک سینما چې د ویجاړولو چارې یې پیل شوې وې، د ښاروالۍ لخوا ویچاره شوه.

د دغې سینما د ویجاړولو بهیر د دغه پارک د تالار د څوکیو او پردې په لرې کولو سره تېره ورځ(دوشنبې د لړم په ۱۹مه نېټه) پیل شو.

کابل ښاروالي وویل چې دغه پارک د ولسمشر د لومړي مرستیال په لارښوونه ویجاړیږي او ښاروالي د هغې د بیاجوړونې لپاره لا تراوسه هېڅ کومه طرحه نه لري.

د افغان فلم ریاست ریاست سره له دې چې د سینما د ورانولو مخنیوي لپاره یې ډېرې هڅې وکړې، ویې ویل چې د پارک سینما په ورانېدو سره، د هېواد د تاریخ، کلتور، هنر او سینما یوه برخه هم لمنځه ځي.

یو شمېر فرهنګپال او سینمايي لوبغاړي په اوسنیو شرایطو کې د پارک سینما ویجاړول د کلتور ضد ډلو په ګټه بولي.

شریک یي کړئ