د ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي وايي چې د آقاخان فرهنګي بنسټ په یوه لیک کې ولسمشر غني ته د هرات پنځګونو څلیو له ډلې د یوه هغه بیا رغونې په تړاو چې زیانمن شوی وو، بشپړ چمتووالی اعلان کړی دی.
هغه همداراز زیاته کړې ده چې د هرات پنځګونو منارونو له ډلې د یوه نړېدو په تړاو له اندېښنو راپورته کېدو سره ولسمشر سپارښتنه کړې چې بیا ورغول شي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ خبرپاڼه کې هم راغلي دي چې ولسمشر غني ژر تر ژره د منار بیا رغونې سپارښتنه کړې ده.
د خبرپانې له مخې:«ولسمشر ویلي د هرات د مصلی پنځم منار د سروې او بیارغاونې د لومړۍ مرحلې مالي لګښت د افغانستان حکومت برابروي او د هغه د اساسي مراحلو تمویل د اغا خان فرهنګي بنسټ پر غاړه لري.»
دا په داسې حال کې ده چې کابو لس ورځې مخکې د هرات ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ مسوولینو د پنځګونو منارونو له ډلې د یوه هغه د احتمالي ورانېدو په تړاو خبرداری ورکړی وو.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکو د هرات د مصلی د پنځهګونو څلیو د یوه هغه د احتمالي ړنګېدو په تړاو د اندېښنې په څرګندولو سره ددې تاریخي بنا د مرمت کولو لپاره پر بې غورۍ نېوکه کړې وه.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور د کلتور آمر، جاوید ضرغام ویلي وو چې که دا څلی راپرېوځي ښایې مالي او ځاني زیانونه واړوي.
په ۱۳۸۶ کال کې یونسکو تر پنځم څلي د سیمونو په راچاپېرلو سره هڅه وکړه چې ددغه څلي د ړنګېدو مخه ونیسې چې تر یوه بریده یې د هغه احتمالي ړنګېدل وځنډول.
د هرات د مصلی څلي د تیموریانو په دوره کې په هغې سیمه کې چې د تیمور د زوی شاهرخ د مېرمنې ګوهر شاد ژوند کاوه جوړ شوي دی. د جګړو په دوره کې د هرات مصلی ړنګه شوه او یوازې څلور ګمبدې یې پاتې دي چې هغو ته هم سخت زیان رسیدلی دی.