Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د کلالۍ صنعت د له منځه تللو له ګواښ سره مخ دی

په هېواد کې کلالان د هغه څه په هکله چې په هېواد کې د کلالۍ د صنعت د له منځته تلل یې ګڼي، اندېښمن دي.

د کابل په شمال کې ځينې کلالان وايي چې د کلالي او خټينو لوښو او توکو د پلور بازار تت دی او ډېریو کلالانو دا کسب پرېښی دی.

د هغوی په وینا، ناامنۍ د دې لامل شوي دي چې په نورو ولایتونو کې د کلالي توکو او لوښو له پلورونکو سره د هغوی اړیکې کمې شي او ونه کړای شي خپل جوړ کړي کلالي توکی نورو ولایتونو ته د پلور لپاره واستوي.

عبدالمنان چې کلونه کېږي، کلالي او خټین لوښې جوړوي وایي چې د ناامنیو له امله یې کارو بار پېکه شوی دی.

دی وایي چې هغه کلالي لوښي یې چې د کابل په استالف ولسوالۍ کې جوړول، د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته یې لېږل.

کلال عبدالمنان وویل:«خلک هر ولایت ته، لوګر، عزني، مزار او هرات ته کلالي لوښي وړي. خلک له دوی استفاده کوي؛ په هر کلي کې یې ګرځول. امنیت ښه و.» 

عبدالسلام چې د کابل د استالف ولسوالۍ یو قومي مشر دی وایي چې د کلالي صنعت په هېواد کې سلګونه کلونه مخینه لري.

خو په دې ولسوالۍ کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کلالي صنعت کارخونې له منځه یوړل شوې او نږدې ۲۰ کاله کېږي چې دغو کارخونو خپل کارونه له سره نه دي پېل کړي.

قومي مشر عبدالسلام وايي:«طالبان راغلل. مستقیماً زموږ کار او کارخونې یې وسوځولې. هغه داشونه چې موږ لرل په ټولو کې یې ماینونه کېښودل.»

بل خوا د دې ولسوالۍ په بله برخه کې عبدالمتین له خپلې کاري ډلې سره په دې هڅه دی چې د کلالي صنعت له ورک کېدو وژغوري.

هغه یو شمېر خلکو ته د کلالي لوښو جوړېدل ورزده کوي:«دا مسلک په اوسنیو شرایطو کې مخ په سقود دی. زموږ پاملرنه دا ده. زموږ مینه او لېوالتیا دا ده چې زموږ هنر وساتل شي.»

د کابل په استالف کې ډېری کلالانو ته دا صنعت له پلرونو ورپاتې دی او دا کلالي لوښي په لاس او پخوانیو نقاشیو سره ښکلې کېږي.

کلالان له خټو کلالي لوښي او ښکلاییز څېزونه جوړوي او په کارخونو کې یې له پخولو وروسته په رنګوي او نقاشي کوي او پلور ته یې چمتو کوي.

د کابل په استالف ولسوالۍ کې یو کلالی د کلالانو په نوم یادېږي او د دغه کلي ډېری اوسېدونکي لا هم خپل پلرني کسب یعنې د کلالۍ صنعت ته دوام ورکوي.
 
شریک یي کړئ