Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ۹۷۸ تاریخي اثارو د قاچاق مخنیوی او موزیم ته د هغوی سپارل

د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د ګمرک له لوري ۹۷۸ تاریخي اثار موزیم ته وسپارل شول.

د دغه هوايي ډګر د ګمرک کارکوونکو دغه تاریخي اثار د مسافرو د کالیو د څېړنې پر مهال ترلاسه کړي دي.

۹۷۸ هغه تاریخي آثار چې د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې یې د قاچاق مخه نیول شوې ده اوس مهال ملي موزیم ته سپارل شوي دي.

د حامدکرزي د نړیوال هوايي ډګر د ګمرک رییس شمس الاحد الکوزی وايي:«د کورنیو صنایعو ملاتړ او هڅونه او همدارنګه د تاریخي اثارو کنټرول او د قاچاق مخنیوی یې د ګمرک ادارې په غاړه دی.»

د ګردو مرمر ډبرو په څېر ځينې آثار چې درې پيړۍ لرغونتیا لري، هېوادوالو ملي موزیم ته سپارلي دي.

پر دغو مرمر ډبرو کړۍ کړۍ ګلان د هرات د تیموریانو د میناتورۍ هنر دی.
 
حکاک عبدالعظیم حکاک زاده په دې اړه وویل:«لرغونتیا یې له د دغو اثارو له بیارغونې مخکې البته له د دغه اثر د ډيزاین پیل تر درې تر څلور سوه کاله مخکې ته د هرات د تیموریانو دورې پورې ثابتولای شم.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت په وینا په وروستیو کلونو کې د تاریخي آثارو کېدنه او قاچاق په یوه کسب بدل شوي دي او یوازې د اویایمې لسیزې د جګړو په لړ کې تر ۷۰ زرو زیات تاریخي آثار لوټ کړای شوي دي او د  بامیانو د بودا مجسمو په ګډون ځینې مجسمې د طالبانو له خوا ماتې شوې دي.

افغانستان د بې چته موزیم په نوم هم یاد شوی دی، ځکه د تاریخ څېړونکو او لرغونپېژاندو په وینا افغانستان څه باندې پنځه زره کلن مستند او لیکلی تاریخ لري او برخه، برخه یې په تاریخي دورو کې له پرتمه ډکه وه او دا میراثونه د پيدا کېدو وړ دي. 

د اطلاعاتو اوکلتور وزارت سرپرست طاهر زهیر وايي:«د لرغونو اثارو قاچاق، ناقانونه کیندنې، او د ناوړه استفادې او غلا په منضور پر فرهنګي میراثونو لاسوهنه په مطلقه توګه خیانت دی.»

د ملي موزیم د معلوماتو له مخې په تېره یوه نیمه لسیزه کې تر ۱۵ زر زیات هغه تاریخي آثار چې له ملي موزیم او د هېواد له نورو تاریخي ځایونو، آسیایي او اروپايي هېوادونو او امریکا ته قاچاق شوي وو. بېرته هېواد ته راوړل شوي دي او اوس مهال ټاکل شوې ده، اتلس تاریخي هغه آثار چې د جاپان، انګلستان او جرمني او امریکا په موزیمو کې پېژندل شوي؛ په راتلونکو میاشتو کې به بېرته هېواد ته راوړل شي.

شریک یي کړئ