د موسيقي استاد، قاسم افغان ۶۴ تلین د نوموړي په اړه د یو کتاب او مستند فلم په خپرولو سره ولمانځل شوه.
د استاد قاسم تر نامه لاندې کتاب منځپانګه او مستند فلم د ارواح ښاد د لمسي وحید قاسمي له خوا چمتو شوی دی.
استاد قاسم افغان د هېواد د معاصرې موسیقۍ د بنسټګر په توګه یادېږي، پلار يې عبدالستار په کشمیر کې د موسیقۍ له وتلو استادانو و چې د عبدالرحمان خان په دوره کې کابل ته راغی او د عمر ترپایه د دربار هنرمند و.
استاد قاسم چې له لس کلنۍ نه له خپل پلار سره د عبدالرحمن خان دربار ته تللی، د عبدالرحمن خان په سپارښتنه حافظ د یوه شعر له سندرې کولو وروسته د هغه له لوري د دربار د ترټولو ځوان سندرغاړي په توګه وپېژندل شو.
د اطلاعاتو او کلتور پخوانی وزیر، مخدوم رهین وايي:«پخوا پېړیو کې، د تعصباتو سره، په هره دوره کې موسیقي او استادان یې وو، زموږ هېواد کې د موسیقي د ځلېدو وروستۍ دوره د بابر شاه وخت دی.»
استاد قاسم چې وروسته یې موسیقي په علمي توګه د هند له یوه استاد نه زده کړه، د افغانستان او هند د موسیقۍ د توپېرونو په پېژندنې سره یې د هېواد د موسیقۍ د پراختیا لپاره هڅې وکړې.
ویل کیږي چې استاد قاسم د بیدل، مولانا او حافظ د شعرونو په غوره کولو سره وکړای شول چې موسیقي له افراطي چلنده لرې وساتي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت کلتوري مرستیال، رسول باوري څرګندوي:«غزلونه یې هغو راګونو کې اېښې دي چې خراسااني و او زموږ او ستاسې لپاره اشنا او صمیمي وو.»
اوسمهال د استاد قاسم لمسی، وحید قاسمي د خپل نیکه د مړینې په څلور شېتمه کالیزه کې د استاد قاسم د یاد نامې د کتاب په مخکتنې او د هغه په تړاو ددغه تصویري مستند په جوړولو سره د نوموړي یاد تازه کوي.
لیکوال، شمس الحق ارینفر وايي:«هغه ادبیات چې په کابل ښار کې و، پام یې نه کاو، د نړۍ پراخو ادبیاتو ته چې په هند او افغانستان او ایران کې و، ټولو ته یې پام کاوو.»
د استاد قاسم افغان لمسی، وحید قاسمي زیاتوي:«مستند کول، د اقوامو هنرمندانو د اثارو راټولول، افغانستان کې اړین دي، ځکه چې تېرو پنځه څلویښتو کالو کې جګړې وې، باید ارزښتونه په طبیعي ډول له یوه نسله بل ته لېږدول شوي وې.»
د تاریخ پوهانو په وینا په اوسني افغانستان یا د اسلامي دورې په خراسان او لرغوني آریانا کې د موسیقۍ مخینه لومړنیو آریایي ترانو ته ورګرځي.