Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سمنګان ولایت کې د دمبورې سوړ بازار

په سمنګان ولایت کې د دمبورې ځيې پلورونکي وايی چې ناامنۍ او بې کارۍ د موسیقۍ د دغې سنتي آلې د پلور بازار سوړ کړدی. 

د هغوی په وینا له دې مخکې د ورځې تر څلورو دانو دمبورې یې پلورلې په داسې حال کې چې اوس په دوو اوونیو کې یې یوازې یوه دمبوره پلورلي.

په سمنګان کې یو له دغو دمبوره پلورونکو محمد وايي:«مخکې ښه و اوس یې خوند نشته، کلونه مخکې د ورځې لږ تر لږه درې تر څلورو دانو پلورلې اوس د اوونۍ که یوه یا دوه دانې وپلورل شي.»

دمبوره د سنتي او دودیزې موسیقۍ یوه اله ده چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په ځانګړې توګه په شمالي ولایتونو کې ډېر مینه وال لري. د دغې الې بیه له درې زره افغانیو نیولې تر ۲۰ زرو افغانیو ده.

اتلس کاله کېږي چې محمد د موسیقۍ دغه اله جوړ وي او غږوي. هغه وايي چې د دمبورې غږول یې په اماتوره توګه زده کړي دي.

د محمد پلار او نیکونو هم دغه اله جوړوله:«هغه دمبورې چې موږ یې غږوو د قطغن سبک دی، د میمنې، شبرغان سبکونه دي او همدارنګه نور هزاره ګي سبکونه دي.»

دمبوره په سمنګان ولایت کې اوږده مخینه لري.

۶۵ کلن عبدالسمیع وايي چې نیکونو یې د دمبورې په جوړولو کې ځانګړی استعداد درلود. ۲۵ کاله کېږي چې هغه د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار کې دمبورې جوړوي.

عبدالسیمع چې په سمنګان کې د دمبورې له مشهورو جوړونکو څخه دی وايي چې درې ډوله دمبورې جوړ وي:«یو ډول دمبورې لنډې نیسو چې د قطغن خلک یې غږ وي، د هغه یو ډول لاستی اوږد نیسو او پرده یې لوړه نیسو چې د میمنې او شبرغان خلک یې غږ وي، یو بل ډول یې چې لاستی یې لنډ او غاړه یې جګړه نیسو چې بیا هغه د هزاره جات خلک غږ وي.»

سمنګانیان وايي چې ډېر خلک د دغې موسیقۍ اورېدو ته کېني.

علي سمنګاني چې کابو دوه لسیزې کېږي د دمبورې پر جوړولو بوخت دی د هغه د دمبورې د جوړولو پر څرنګوالي خبرې کوي:«ونه اره کوو (د توت ونه) هره غله یې څلور پلې کېږي هره پله یوه دمبوره کېږي، د غلې اوږدوالی باید درې متره وي، د غلې قطر له ځمکې باید یو متر وي، بیا په تېشې پرې کار کوو او د دمبورې کاسه جوړ وو، د کاسې له کیندلو وروسته له شلو ورځو تر یوه کاله پرېږدو چې لرګۍ ښه نرم شي بیا پرې کار کوو مخ، لاستی، ګوشک او بالاخره تار ځغلوو چې هنرمن وروڼه هغه وغږوي.»

د سمنګان ځینې فرهنګیان پر دې باور دي چې په تېر کې دمبوره په عرفاني او معنوي مراسمو کې کارونه لرله؛ خو اوس دغې الې د خلکو د فرهنګ بېلابېلو مجلسونو ته لار موندلې ده.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت دمبوره یې د سنتي موسیقۍ په ځينو سازونو کې په رسمیت پېژندلې ده او وايي چې د هغه د لومړي ځای ګي د ساتلو لپاره کار کوي.

د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس عزیزالرحمان قطره څرګنده کړه:«په سمنګان کې موږ درې ډوله محلی موسیقي لرو چې جواز لري.»

سمنګانیانو دغه موسیقي د خپلو له لرغونو فرهنګي میراثونو یادوي.

سمنګان ولایت کې د دمبورې سوړ بازار

وزارت فرهنگ دمبوره را در شمار سازهای موسیقی سنتی به رسمیت شناخته‌است و می‌گوید که برای نگهداری و حفظ جایگاه اولی آن کار می‌کند.

شریک یي کړئ