د سمنګانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست په دغه ولایت کې د رستم تخت د بیارغولو خبر ورکوي. دغه ریاست زیاتوي چې تر راتلونکو اتلسو میاشتو به د رستم تخت د ۴ زره متره په اوږدوالي سره چار چاپېره دیوال شي.
د اطلاعاتو او کلتور رییس، عزیزالحمن قطره له دې سربېره به په رستم تخت کې د سیلانیانو لپاره یو لوی سالون هم جوړ شي. نوموړی زیاتوي، د رستم او تهمینه تختونو چې په سمنګان کې له تاریخي پاتې شونو شمېرل کېږي، ځينې برخې هم ورغول شي.
ښاغلی قطره څرګندوي:«سږ کال موږ یوه پروژه لرو چې کابو ۳۸ میلیونه افغانۍ لګښت لري. دا پروژه درې برخې لري چې لومړۍ یې کابو څلور زره متره دېوال دی، دوهم یې د یوه سیمه ییز دفتر جوړول دي چې د نورو هېوادونو په څېر یو سالون وي د سیلانیانو لپاره او درېیمه برخه یې هم محافظوي ده.»
د سمنګان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د معلوماتو له مخې د رستم تخت چې پر ډبرینې استوپې توږل شوی دی؛ نهه مټره اوږدوالی، څلور مټره سور او درې مټره لوړوالی لري.
د رستم د تخت د شمال په ۲۰۰مټرۍ کې د یوې غونډۍ د ننه په بیلابیلو اندازو اته ښمڅې د ګومبزې او دهلیز په بڼه توږل شوې دي. دا تخت د سمنګان د پاچا د لور تهمینې د تخت په نوم یادېږي.
ویل کیږي چې د شاهنامې له پهلوان رستم سره د سمنګان د لور د واده مراسم هم په همدغه ځای کې ترسره شوې و، خو دا ځای اوس ترمیم ته اړتیا لري.
د رستم تخت د سمنګان ولایت یو له تر ټولو لرغونو ځایونو دی. د سمنګان یو فرهنګپال، لعل محمد محمدي وايي:«چاپېریال یې مختلف پارکونه او ډېزانونه لري چې ښایست یې دوه چنده کړی دی، دا چې خلک له دې ځایه لیدنه کوي، خوند اخلي.»
د سمنګان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د معلوماتو له مخې د رستم تخت چې پر ډبرینې استوپې توږل شوی دی، نهه مټره اوږدوالی، څلور مټره سور او درې مټره لوړوالی لري.
ویل کیږي چې د شاهنامې له پهلوان رستم سره د سمنګان د لور د واده مراسم هم په همدغه ځای کې ترسره شوې و، خو دا ځای اوس ترمیم ته اړتیا لري.
د پوهنتون استاد، علي کریمي بیانوي:«د وخت په تېرېدو سره د رستم او تهمینې تخت زیان لیدلی دی، باید د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هماغه مغارې او بازارونه چې هلته جوړ شوي دي اړتیا ده چې جوړ یې کړي او په معیاري توګه یې پیا ورغوي.»
د رستم تخت د سمنګان ولایت یو له تر ټولو لرغونو ځایونو دی.