Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د باختره خزانه د لومړي ځل لپاره په ارګ کې نندارې ته کېښودل شوه

له افغانستانه د باختر خزانې د احتمالي قاچاق په اړه له ګنګوسو وروسته، نن چهارشنبې (د سلواغې په ۲۲مه) دغه خزانه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې نندارې ته وړاندې کړل شوه.

د باختر خزانه په هېواد کې له کشفېدو له ۴۲ کلونو او همداراز د اسیا، اروپا او امریکا په هېوادونو او استرالیا کې له ۱۳ کلن مسافرت وروسته اوس د لومړي ځل لپاره په ولسمشرۍ ماڼۍ کې نندارې ته کېښودل شوه.

دغه خزانه په تېرو ۱۳ کلونو کې د نړۍ په ۱۳ هېوادونو کې په ۲۹ نندارتونونو کې نندارې ته وړاندې کړل شوه چې د هغې له نندارې څه باندې ۳۵۰ مېلیونه افغانۍ عاید ترلاسه شوی دی.

دغه ګنجینه له ۴۸۵ آثارو چې له ۲۱ زره او ۱۴۵ ټوټو چې ټول یې سره زر نه دي او په ترکیب کې یې له فېروزې سربېره په کې له لاجورد او عقیقو هم کار اخیستل شوی جوړه ده.

خو د باختریانو په دې اثارو کې د څارویو انځورونه هم لیدل کېږي او لرغونپوهان بیا هغه له چیني کلتوره اغېزناکه ګڼي.

د ملي موزیم رییس فهیم رحیمي وايي:«د دغې اندېښنې ولې تاسې هم ووینئ چې په دې کې ولې لري چې هر څوک غواړي چې دغه اثار وساتل شي.»

د مشرانو جرګې یوه غړې ملیحه جامي د دغه نندارتون لیدو ته راغلې ده. هغه چې خپل ځان د جګړې یو له زیانمنو ګڼي هیله څرګندوي چې، دغه جګړه د باختر خزانه چې خورا معنوي ارزښت لري، د له منځه تلو لامل نه شي. 

اغلې جامي زیاتوي:«دا هغه څه دي چې زموږ د راتلوونکي پښت لپاره یو ډاډ دی، چې اطمینان ترلاسه کړي چې افغانستان هغه لرغونتوب چې لري کولای شي هغه وساتي.»

د باختر خزانې ټول وزن نږدې ۶ کیلوګرامه دی. دغه خزانه د تاریخ او کلتور له اړخه د افغانستان یو له معنوي ارزښتونو شمېرل کېږي.

برای بازدید از این گنجینه در ارگ ریاست‌جمهوری از شمار معدود رسانه‌ها، اعضای جامعه مدنی و شورای ملی دعوت شده بود.

شریک یي کړئ