Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هر کال سلګونه تاریخي لاسي لیکلې نسخې له هېواده قاچاق کېږي

هر کال په سلګونه ارزښتناکې تاریخي خطي یا لاسي لیکلې نسخې له افغانستانه بهر ته قاچاقېږي، او په نورو هېوادونو کې پلورل کېږي.

 کابل کې د ځينو چاپخونو خاوندان وایي، هېواد کې د څلورو لسیزو جګړو په لړ کې زیاتې چاپي نسخې اروپایي، عربي او اسیايي هېوادونو ته قاچاق شوي دي. 

د چاپخونو خاوندان زیاتوي ځینې دغه نسخې په ترکیې، هند، پاکستان او ایران کې د کتاب په بڼه بیاځلي چاپېږي او بیا په لوړه بیه افغانستان ته واردېږي.

د مولوي مثنوي معنوي نسخه د بهزاد په لیک او میناتورۍ چې، له افغانستانه ترکیې ته له قاچاق کېدو وروسته په قونیه کې چاپ شوی او اوس له اصلي نسخې کاپي شوې بڼه یې تر ۲۰۰ زره افغانیو په کابل کې پلورل کېږي.

په موسیقۍ کې رساله بل کتاب دی چې، په ۸۸۸ هجري قمري کال کې لیکل شوی؛ خو دغه کتاب بیا ۳۱ کاله مخکې په ایران کې چاپ شوی او بېرته د افغانستان د کتابونو بازار ته رالېږل شوی دی.

د میرزا عبدالقادر بیدل کتاب دغه څلور کتابونه چې له افغانستان تر قاچاق کېدو وروسته په ډیلي کې چاپ او دمګړۍ په کابل کې پلورل کېږي.

د خطي یا لاسي لیکلو نسخو پلورونکی شاه محمد رییس وايي:«هغه کسان چې خطي نسخې له بازارونو، له ما یا نورو کسانو یا له شخصي کتابتونونو چې له هغوی سره خطي نسخې دي، پېري، پوهېږي چې څه ډول دغه لاسي لیکلې نسخې ولېږدوي.»

د خپرندویه ټولنو په وینا، قاچاق کوونکي دغه خطي نسخې آن د خلکو له کورونو پېري.

کابل کې د چاپ خونو لرونکو د ټولنې مرستیال عبدالودود مختار زاده څرګندوي:«کله چې دغه خطي نسخې په ځانګړې توګه په ګاونډیو هېوادونو کې او بهرنیو هېوادونو کې بازار پيدا کړ، وروسته له کموالي سره مخ شو.»

د امیري چاپخونې څښتن وسیم امیري تر اوسه ۳ شخصي کتابتونونه له سلګونه خطي نسخو او نورو چاپي کتابونو سره یو ځای پېرلي دي.

دغه ۷۰۰ خطي نسخې له څه باندې ۱۵۰۰ چاپي کتابونو سره د یوه فرهنګپال صالح محمد پرونتا کتابتون چې اوس مړ شوی اړوند دي.
 
د امیري چاپ خونې څېښتن وسیم امیري وویل:«یوه درې تر څلور کسیزې ډله پر دغې کتاب خونې کار کوي چې کتابونه وپېژني او نوملړبندي یې کړي. د استاد پرونتا ځينې یادښتونه چې پر دغو کتابونو لیکل شوي وو هم له موږ سره مرسته کوونکي دي.»

اوس ملي ارشیف غواړي چې له وسیم امیري ځینې دغه خطي نسخې وپېري.

د ملي ارشیف د پېرودني پلاوي غړی محمود مرهون څرګندوي:«ډېر پخواني تومارونه، فوق العاده مذهبي کتابونه دي چې موږ له اهل هنود او اهل سیک څخه ډېر ښه کتابونه پیدا کړي دي.»

له تېرو ۵۰ کلونو راهیسې افغان حکومت سږکال د لومړي ځل لپاره د ۵۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت ۴۰۰ خطي نسخې یې پېرلي دي.

د ملي ارشیف رییس افسر رهبین هم وايي:«د افغانستان له جغرافیايي محدودې د دغو اثارو قاچاق او وېستل یو جرم دی.»

د حکومتي مسوولینو او په کابل کې د ځينو چاپ خونو د مالکانو په وینا په هېواد کې دننه دغو خطي نسخو ته د ارزښت نه ورکړه د دې لامل شوې چې، دغو اثارو لپاره له هېواده بهر د قاچاق چیانو له لوري تور بازار جوړ شي.

د چاپخونو خاوندان وايي ځینې دغه نسخې په ترکیې، هند، پاکستان او ایران کې د کتاب په بڼه بیاځلي چاپېږي او بیا په لوړه بیه افغانستان ته واردېږي.

شریک یي کړئ