ملي آرشیف ۴۰۰ خطي او تاریخي نسخې چې په وروستیو کې يې د ۴۶مېلیونه افغانیو په ارزښت پېرلي دي نندارې ته وړاندې کړې دي.
دا نسخي او تاریخي سندونه د تاریخ موندنې تر نامه لاندې د ګب له ۲۳مې تر ۲۹مه نېټې پوري په ملي آرشیف کې نندارې ته وړاندي شوي دي.
د ملي آرشیف په پنځوس کاله عمر کې په لومړي ځل د دې بنسټ د بډاینې لپاره د ۵۶ مېلیونه افغانیو په ارزښت ۴۰۰ خطي نسخې او تاریخي سندونه پېرل شوي دي او له هېواد نه بهر ته د دغو آثارو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
په هغو سندونو کې چې پېرل شوي دي، د قرآن کریم نسخې، د دري ژبې د مخکښو شاعرانو منظوم ادبیات او په پښتو، ترکي او ازبیکي ژبو خطي نسخې شاملې دي. درې نسخې چې تر اوسه نه دي پېژندل شوي او د دغو نسخو لرغونیتا زر کاله پخوا وخت ته ورګرځي.
خو په تاریخي سندونو کې تر درې پېړۍ وړاندې وختونو پورې د پاچاهانو فرمانونه، تړونلیکونه او قبالې چې په دربارونو کې لیکل شوي دي، ټول په دري ژبه دي.
ملي آرشیف د دغو ۴۰۰ آثارو تر پېرلو مخکې زر تاریخي سندونه او ۷ زره خطي نسخې لرلې، خو هېڅ یو دا اثر ډيجيټلي شوی نه دی.
ځکه ملي آرشیف تر اوسه په نوې ټکنالوژۍ نه دی سمبال شوی، خو د مسوولانو په وینا د دې ټکنالوژۍ د پېرلو لپاره هڅې روانې دي.