Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'د هرات والي په دغه ولایت کې دوه ځلې زموږ د کنسرټ مخنیوی وکړ'

وجیهه او فرید رستګار په دې وروستیو کې په هېواد کې دننه د یوه کنسرټ د اجرا کولو لپاره هېواد ته راستنه شوي دي. نن دوشنبې (د وري په ۲۳مه) یې وویل چې د هرات والي په دغه ولایت کې دوه ځلې زموږ د کنسرټ د اجرا مخنیوی وکړ.

د دې هنرمندې جوړې په وینا هغه کنسرټ چې په پام کې وه د هرات له والي او نورو چارواکو سره یې په همغږۍ ترسره کړي؛ د هرات د والي په بیا بیا مخالفت سره لغوه شو.
 
سندرغاړې وجیهه رستګار وايي:«د دویم ځل لپاره د هر څه همغږي وشوه چې د امیر علي شېرنوايي سمپوزیم په پیل کې حماسي اجرا ولرو خو له ولایت څخه یې موږ ته اطلاع را کړه چې هېڅ ډول نه شئ کولای په دغه پروګرام کې ګډون کړئ. موږ نه ستاسو امنیتي مسله تامین کولای شو او نه هېڅ نه هېڅ.»

په هرات کې له څلور ورځې پاتې کېدو وروسته اوس مهال دوی د علاوالدین په روزنتون کې د ماشومانو لپاره یو کنسرټ  جوړ کړی دی.
     
سندرغاړې فرید رستګار وویل:«نن ډېر خوشحاله یم چې ستاسو په منځ کې یم. عزیزان او ماشومان له خوشحاله او ځلانده څېرو او استعداد سره وینم.»

د وجهې او فرید رستګار د کنسرټ لغوه کېدل د هېوادوالو له غبرګونو سره هم مخ شوي دي.
    
د کابل اوسېدونکی مترا دیار وايي:«دا د دې ښودونه کوي چې موږ له کلتور نه څومره شاته پاتې یوو او زموږ په ټولنه کې افراطیت څومره زور اخیستی دی.»
    
د کابل اوسېدونکی راحل سایا هم څرګندوي:«په هغه شرایطو کې چې موږ یوې موسکا ته اړتیا لرو خو زموږ د دغې موسکا مخنیوی کوي.» 

له دې ټولو سره سره فرهنګپال د دغه کنسرټ مخنیوی د شرم وړ ګڼي او دا کار سخت دریځو ډلو او طالبانو ته د ځينو کړیو له لوري زرغون څراغ ګڼي.
 
 شاعر محمد رضا محمدي وویل:«ځايي دولت څه ډول کولای شي له داسې کړنې سره زرغون څراغ ښکاره کړي هغه هم هغې ډلې ته چې هره ورځ یې د راتلوو زمزمې کېږي.»

د هرات والي د دغه کنسرټ له جوړېدو سره د مخالفت دلیل نه وایي.

نږدې څلور کاله وړاندې په غازي سټډيوم کې د آریانا سعید د کنسرټ له ورکولو سره هم د ځینو مخالفت له غبرګونونو سره مخ شوی و.
 
دغه سندرغاړې جوړه چې هرات د تمدن او کلتور زانګو بولي، ورسره شوی دا چلند د باور وړ نه ګڼي.

شریک یي کړئ