Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امریکا د موسیقۍ ښوونځي ته د افغان پیانو غږونکو لارموندنه

د موسیقۍ ملي انسټېټیوټ فارغان د نړۍ د موسیقۍ معتبرو پوهنتونونو او اکاډمیو ته لار موندنې لپاره د بورسونو ترلاسه کولو لپاره سره سیالي کوي.

ټاکل شوې د دغه انیستیوت دوه تنکي زده کونکي ارسن فهیم او مرام عبدالله د زده کړو د دوام لپاره ډېر ژر امریکا ته ولاړ شي.آرسن فهیم دولس کلن و چې له پیانو سره آشنا شو. دی اوس په ۲۱ کلنۍ کې د افغانستان د موسیقۍ له ملي انسټېټیوټ نه پیانوغږونکی او د ارکسټر مشر فارغېږي.

آرسن وایي د موسیقۍ د ځواک د ښودلو او په ټولنه کې د بدلون د راوستو لپاره پیانو غږوي.

ده د خبریالانو د وژل کېدو، د فرخندې د قتل او د ډاکټر ناکامورا د وژل کېدو په اعتراض او همدا راز د امریکا د تور پوستو د مبارزې په ملاتړ هم سندرې جوړې کړې دي. 

نوموړی وايي:«تېر کال جورج فلویډ په امریکا کې د پولیسو له خوا ووژل شو او هغه د دې لامل شو چې دغه ټوټه جوړه کړم او زما لپاره ډېره الهام بښوونکې وه چې په لسګونه زره کسان پر سړکونو راووتل او وې غوښتل چې له تور پوستکو دفاع وکړي.»

آرسن د پیانو په څانګه کې د تحصیل د دوام لپاره د امریکا د ماساچوست په کمبریج کې د لانګي د موسیقۍ له ښوونځي نه تحصیلي بورس اخیستی او ټاکل شوې ده چې تر دوو نورو میاشتو پورې د خپلو زده کړو لپاره امریکا ته ولاړ شي.

پیانو غږونکی آرسن فهیم څرګندوي:«په هر هېواد کې په ځانګړې توګه د افغانستان په څېر هېواد کې موسیقي د مبارزې او بدلون وسیله شي.»

د افغانستان د موسیقۍ په ملي انسټېټیوټ کې د ختیځې او لوېدیځې موسیقۍ زده کړه ورکول کېږي. زهره چې له نجونو جوړ ارکسټر دی او تر اوسه یې د هېواد دننه او بهر لسګونه کنسرټونه ورکړي او تر لسو زیاتې معتبرې جایزې یې ګټلې دي، په همدغه انسټېټیوټ پورې تړلی ارکستر دی. 
  
چیلو غږونکې مینه کریمي وايي:«له دې وروسته چې ښوونځي خلاص شي، مثلآً د درس ویولو لپاره باید یوه بل هېواد ته ولاړ شو.» 

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټېټیوټ رییس وایي دا مهال له دغه انسټېټیوټ نه ۱۵ فارغې شوې نجونې او هلکان د نړۍ د موسیقۍ په مشهورو پوهنتونو او اکاډمیو کې زده کړې کوي.
   
د افغانستان د موسیقۍ انسټېټیوټ رییس احمدناصر سرمست څرګندوي:«د دوی توانمندۍ زموږ زده کوونکي د دې جوګه ګرځوي چې د موسیقۍ په سترو اګاډمۍ کې د بورسیو د ترلاسه کولو لپاره سره سیالي وکړي.»

د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټېټیوټ په ۱۳۹۰ لمریز کال کې جوړ شو. دغه انسټېټیوټ له څلورم ټولګي زده کوونکي مني او تر څوارلسم ټولکي زده کړې ورکوي. د دغه انسټېټیوټ ښوونکي کورني او بهرني موسیقي غږونکي دي.

اوسمهال پنځلس هغه زده کونکي، چې له دغه مرکزه فارغ شوي د نړۍ د موسیقۍ اکاډمیو او پوهنتونو کې زده کړي کوي.  

شریک یي کړئ