Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'نومالنډ' د اسکار غوره فلم شو

د نومالنډ یا د بې سرپناه وو هېواد په نوم فلم د اسکار د غوره فلم جایزې ګټوونکی شو.

د ۲۰۲۱ کال د دري نويیم اسکار د جوایزو د ورکړې مراسم د کورونا ویروس د خپرېدو له امله له دوه میاشتني ځنډ سره نن (دوشنبې د غوايي په ۶مه) د امریکا په لاس انجلس ښار کې له ځانګړو روغتیايي تابیاو سره جوړ شول.

د اسکار د جوایزو لپاره د نوماندانو ۳۲ سلنه مېرمنې جوړوي چې دا یو بې ساری شمېر ګنل کېږي.

د بې سرپنا وو هېواد فلم چینایۍ جوړونکې کلو ژایو، د اسکار په تاریخ کې دویمه مېرمن ده چې د غوره فلم جوړونکې جایزه ګټي.

دغه فلم همدارنګه توانېدلی چې د غوره فلم جوړونې جایزه هم ترلاسه کړي.

د لومړني ښځینه رول تر ټولو غوره جایزه هم په دغه فلم کې لوبېدلې فرانسیس مک ډورمانډ تر لاسه کړې ده.

او د غوره نرینه لوبغاړي جایزه هم انټوني هاپکینز په (پلار فلم) کې له لوبېدو سره ترلاسه کړې ده.

د اسکار سږني مراسم د کورونا ویروس د خپرېدو له امله یوازې د ۱۷۰ مېلمنو له حضور سره جوړ شوي وو.  

شریک یي کړئ