Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د خلیل الله خلیلي ۳۴ تلین ولمانځل شو

په کابل کې د نوموتي شاعر او لیکوال استاد خلیل الله خلیلي د ۳۴م تلین په اړه یاد غونډه جوړه شوه.

یو شمېر شاعران او لیکوالان وايي، استاد خلیلي لا هم د فرهنګپالو په منځ کې ځانګړی ځای لري. استاد خلیل الله خلیلي له شاعرۍ سربېره په ادبياتو او تاریخ کې هم ګڼې څېړنې کړې دي.

 فرهنګپال استاد خلیلي د افغانستان د تاریخ او کلتور یوه بې سارې څېره ګڼي.

شاعر شاهد فرهوش وویل:«د دا ډول پروګرامونو جوړول د ځوانانو په روح او روان اغېزه کوي او پوهېږي چې موږ په تېر کې څه شخصیتونه او ارزښتونه لرل.»

استاد خلیل الله خلیلي هغه شاعر او څېړونکی و چې د ماشومتوب پر مهال یې په خورا ستونزو درس ووایه او دري ادبیات، منطق او حدیت یې زده کړل.

له استاد خلیلي د هنر، ادب، سیاست، فلسفې او عرفان په برخو کې ۶۲ منظوم او منثور آثار پاتې دي.
             
د اطلاعاتو او کلتور پخوانی وزیر سید مخدوم رهین هم څرګندوي:«استاد خلیل الله خلیلي په شلمې هجري شمسي پېړۍ کې زموږ تر ټولو پېژندل شوی او نوموتی شاعر دی. استاد ستر قصیده ویوونکی وو او ورته مهال د وینا په ټولو برخو کې هم ځان ازمایلی دی.»

خلیل الله خلیلي د غوایي د اوومې له انقلاب وروسته په پاکستان کې ژوند کاوه او په ۱۳۶۶کال کې د پاکستان په اسلام آباد ښار کې ومړ، د هغه مړی له ۲۵ کلونو وروسته له پاکستانه کابل ته راوړل شو او د کابل پوهنتون په انګر کې د سید جمال الدین افغان قبر ته نږدې خاورو ته وسپارل شو.

د خلیل الله خلیلي ۳۴ تلین ولمانځل شو

خلیل الله خلیلي د غوایي د اوومې له انقلاب وروسته په پاکستان کې ژوند کاوه او په ۱۳۶۶کال کې د پاکستان په اسلام آباد ښار کې ومړ.

شریک یي کړئ