Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ایټالیايي متخصصان: د غور منارجام په ښه وضعیت کې دی

یونیسکو غور ته، د ایټالویانو یو متخصص پلاوی بیولی چې د جام منار وضعیت وارزوي. اوس دا پلاوی وایي، دغه منار په ښه حال کې دی.

د منارجام د څه باندې ۶۰ مټرو له لوړوالي سره له قطب منار څخه وروسته په نړۍ کې دویم منار دی چې د غوریانو دورې له شهکاریو څخه پېژندل کېږي. چې له خښتو سره جوړ او له لاجوردي او اسماني کاشیو سره چې د هغه پر مخ د مریم سورې ځينې ایتونه حکاکي شوي دي، تزیین شوی دی.

څلور ایټالیايي متخصصین او درې افغانان ۲۰ ورځې مخکې د غور ولایت مرکز فیروز ښار ته تللي وو؛ خو د نا امنیو له امله د جام منار کلي ته د تګ اجازه ورنکړ شوه.

دوی غوښتل د یوې دستګاه په مرستې سره د منارجام وضعیت او د هغه د کوږوالي اندازه معلومه کړي.

خو دغه متخصصین بالاخره دې ته اړ شول چې، له یاد جامه پر اخیستل شویو تصویرونو دغه کار وکړي.

د یونسکو یا د ملګرو ملتونو سازمان د ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان سلاکار عمراخان معسودي وویل:«داسې پلانونه شته هیله لرو چې امنیتي شرایط اجازه راکړي چې دغه پلانونه عملي شي.»
 
د دوی په راپور کې راغلي چې، یاد منار په ښه وضعیت کې دی. د هغه بنسټ ته څه زیان نه دی رسېدلی او کوږوالی یې هم د اندېښنې وړ نه دی؛ خو د لرغونپوهنې ریاست مسوولین بیا وايي چې، پر منارجام د ارزونې د یادې دستګاه له لګول کېدو پرته پر دغو څرګندونو باور کول سخت دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست طاهر زهیر څرګنده کړه:«د منار جام د مرمت پر سر د سیند د دې لوري او هغه لوري عملاً شخړه ده. دغه سرګروپ له هغه سر ګروپ سره دی او قومي شخړه له هغه قومي شخړې سره ده او دا بده ده. اوس چې په خپل منځ کې هرڅومره دښمنی ولرو باید د یوه ناب او د ځانګړي تاریخي اثر د مرمت مخه ونه نسیو.»

الف یا په نړۍ کې تر ګواښ لاندې له تاریخي اثارو د ملاتړ سازمان، د منار جام د ارزونې او بیارغونې لپاره ۲ میلیونه ډالره ځانګړي کړي او ټاکل شوې یونېسکو په دې پیسو سره په هرات کې یو ازمایښت ځای هم جوړ کړي څو هر هغه مواد چې، د منارجام په بیارغونه کې کارول کېږي، په دې ځای کې معاینه شي.

خو هغه څه چې حکومت یې اندېښمن کړی د یاد منار د تزییني تیږو د قاچاق دوام دی.

د غور د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندویۍ امر نظر محمد ثاقب وايي:«د منار جام له درې لوري د دولت د مخالفو وسله والو له خوا تر نفوذ لاندې دی. یوازې له یوې خوا د ۰۱۲ قطعې امنیت ټينګ کوي چې دغو خلکو جرت نه دی کړی سیمې ته ولاړ شي او سیمه وویني.»

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه