Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغان فلم د سینما صنعت معیاري کولو لپاره تجهیزات پېري

افغان فلم غواړي چې، د ۴۰۰ زره ډالرو په ارزښت د سینما صنعت د معیاري کېدو او د عوایدو د لوړېدو په موخه نوي تجهیزات وپېري.

د افغان فلم مشره په خپل درېیم کاري کال کې وايي، له خپل کاري ټيم سره یې د افغان فلم ټولې برخې فعاله کړي او یوازې تېر کال یې ۱۲ فلمونه او د فلمونو دوه فېستواله جوړ کړي او همداراز د افغان فلم لس سلنه عواید یې ډېر کړي دي.

له دې سره سم، د افغان فلم کارکوونکي هڅې کوي چې، د دغه بنسټ یو ۲۷ متره ګودام د نندارې پر یوه صالون بدل کړي او په دې صالون کې به دوه ورځې وروسته د فلمونو یو نندارتون هم جوړ شي.

دا ځای څو لسیزې د افغان فلم ریاست ګودام و، خو اوس د فلم د نندارې په یوه داسې تالار بدلېږي چې د ۳۰۰ ننداره کوونکو د ځایدو وړتیا به ولري.

د دغه ګودام پرشاوخوا دېوالو لاهم د کورنۍ جګړې څرګندې نښې لیدل کېږي.

اوس مهال د دې ادارې له کارګرانو تر کارکوونکو او ان آشپز پورې ټولو لسټوڼې بډ وهلي چې داځای د فلم د نندارې پرتالار بدل کړي.
 
ډایرکټر کاوه ایریک هم څرګندوي:«د افغاني فلمونو د نندارې لپاره موږ یه تالار ته اړتیا لرله. د افغان فلم ټول پروګرامونه او فېسټيوالونه تراوسه په نورو ځایونو کې نیول کېږي. چې له امنیتي او ډېرو نورو مسایلو له اړخه ستونزې لري. ډېر ځایونه مو مراجعه وکړه له بده مرغه هېچا همکاري ونه کړه. موږ دلته یو ګدام لرم چې پخوانی وو چې له خاورو ډګ شوی و. پرېکړه مو وکړه چې دغه ګدام پاک کړو او د فلم نندارې یو تالار ترې جوړ کړو.»

"وروستۍ خبره او دوې مېرمنې" د افغان فلم تر ټولو تازه پنځونه ده چې ټاکل شوې د پنجشنبې په ورځ په همدغه تالار کې نندارې ته وړاندې شي.

ډایرکټر نبي تنها په دې هکله وايي:«فلک وروستۍ خبره د افغاني متلونو پر بنسټ چې د افغان فلم ریاست له خوا هر کارګردان ته یو متل ټاکل شوی و لیکل شوی د هغه فلم لیک چمتو شوی. له بده مرغه زه بریالی شوم چې د یوې میاشتې په لړ کې د هغه فلم اخیستل پای ته ورسوم. دغه فلم توانېدلی چې هماغه متل راژوندی کړي.»

افغان فلم غواړي چې سږکال ۱۴ فلمونه جوړ کړي. تېر کال یې هم ۱۲ فلمونه جوړ کړل. دا فلمونه د افغان فلم له پخوانیو تجهیزاتو نه په  کار اخیستنې سره جوړ شوي دي.
  
خو افغان فلم د نویو تجهیزاو او وسایلو په پېرلو سره د سینما صنعت د معیاري کولو او له دې اړخه د حکومت د عوایدو د زیاتولو په هڅه کې دی.

په تېرو دوو کلونو کې د افغان فلم عواید له صفر اعشاریه یو سلنې نه لس سلنې ته رسېدلي دي.

 د افغان فلم رییسه صحرا کریمي وايي:«دا تجهیزات، سینمايي کمرې، د کلپونو لپاره کمرې او د سریالونو لپاره کمرې. دغه ټول موږ سروې مطالعه او ډلبندي کړې او ان شالله که چېرې دغه پرژوه عیر مالیاتي ریاست تایید کړي، کولای شي د افغان فلم په منځپانګه کې بنسټيز بدلون رامنځته کړي. په ډېر قوي احتمال سره ټاکل شوې ده چې دغه پروژه موږ ته راکړي.»

مېرمن کریمي چې د افغان فلم د رییسې په توګه یې اوس د درېیم کاري کال پېل دی وایي چې د افغانستان د سینما د صنعت بیارغاونه یې د پنځه کلن کاري پلان هدف دی.

ټاکل شوې ده چې افغان فلم د راتلونکو درې کلونو په لړ کې خپل کورنۍ او بهرنی پېژاند ژوندی کړي او همدارنګه فلم جوړونکو ته کاري موکې رامنځته کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه