Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مس‌عینک کې د بودایانو د مهال صنعتي‌ښارګوټي کشفول

لرغون‌پېژندونکي وایي، د لوګر ولایت مس‌عینک لرغوني سیمه کې یې، یو صنعتي ښارګوټی کشف کړی، چې د دویمې څخه تر اوومې میلادي پېړې او د بودایانو د مهال اړوند دی.
د لرغون‌پېژندونکو په وینا، په دې ښارګوټي کې، له میلاد ۱۵۰۰ کاله وړاندې مهال، د برونزو د دورې ښارګوټی دی، چې تراوسه ۶۰ سلنه کېندل شوی دی.
شاوخوا ۱۱ کاله وشول، چې لرغون‌پېژندونکي په دغه سیمه کې د نښونښانو موندلو په لټه کې دي او تراوسه یې د مس‌عینک په مرکزي او لوېدیځ لوري په ګډون د لوګر بېلابېلو سیمو کې ۱۳۵ ځایونه د لرغونو سیمو په توګه پېژندلي دي.
تېرو ۱۱ کلونو کې، د اوسېدو ځایونه، عبادت‌ځایونه، د فلزونو د ویلي کولو ځایونه، د اوبو رسونې سیسټم، قبرونه، د چاټیو قبرونه، سمڅې او نور لرغوني اثار موندل شوي دي.
د لرغون‌پېژندنې رییس نوراغا نوري وویل:«زیات لرغون‌پېژندونکي او څېړونکي په دې باور دي، چې د مس‌عینک سیمه د برونز دورې اړوند ده. په برونز دوره کې له دې سیمې د مسو له کانه مس کېندل شوي دي.»
لرغون‌پېژندونکي وایي، د بودایانو له صنعتي ښارګوټي، له ۱۰ زرو زیات د لېږد وړ اثار ترلاسه شوي چې له منځه یې ۶ زره ملي موزیم ته رسول شوي او ملي موزیم ترې، په کابل کې پینځه کلن او په چک کې یو نندارتون جوړ کړی.
د ملي موزیم رییس فهیم رحیمي ویلي:«موږ چې له چک نندارتون کومه لاسته راوړنه لرله، هغه د ځينو اثارو بېرته رغول وو.»
بل‌خوا د ملي موزیم د اثارو د بیاجوړولو د څانګې مسوول محمد ساید شفق ویلي:«کومه چاټۍ چې کشف شوې، په منځ کې یې خټې او هډوکي لیدل شوي، چې ښکاري دا چاټۍ د خوړو د ساتلو لپاره کارېدله.»
لوګر کې شاوخوا ۳۵ لرغوني سیمې دي. د مس‌عینک سیمه کې لومړی کورنیو او بهرنیو لرغون‌پېژندونکو کېدنې کړي او وروستیو کلونو کې یوازې افغان لرغون‌پېژندونکي په‌کې کار کوي. خو اوس یو کال وشو چې د ناامنۍ له کبله د کېندنو چارې ولاړې دي.

شریک یي کړئ