Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د 'کوچه پرنده ها' مستند فلم د کن فېسټيوال ته لار پیدا کړه

د افغان فلم له لوري لومړنی جوړ شوی مستند فلم د کن د فلمونو په فېسټیوال کې د بازار برخې ته لاره موندلې ده.

دغه فلم د الوتونکو کوڅه (کوچه پرنده ها) نومېږي او ډایرېکټر یې هم یو ځوان فلم جوړونکی حزب الله سلطاني دی.

د دغه فلم ټول لګښت د افغان فلم له لوري ورکړ شوی دی. د دغه فلم د ډایرېکټر او پروډیوسر په وینا، د فرانسې د کن د فلمونو د فېسټیوال بازار په برخه کې د غوره شویو فلمونو پر راتلونکي پړاو پانګونه کېږي.

د الوتونکو د کوڅې فلم د کابل د کاه فروشۍ د کوڅې په تړاو جوړ شوی دی. په دې فلم کې دغه کوڅه او په کې ناست کسان انځور کړای شوي چې د هېواد او نړۍ له ټولو بدو خبرونو لېرې د مرغانو د غږونو په شوراو ځوږ کې خپل غوره کړی ساده ژوند تېروي.

دغه فلم اوس مهال له تولید مخکې او له تولید وروسته پړاوونو ترسره کړې دي او له تولید وروسته پړاو کې یې د کن فېسټیوال ته لاره موندلې ده.

منتاژور علي حسین حسیني وايي:«د فلم له تولید وروسته، د وروستي کولو پړاونه چې اېډېټ، د رنګ تنظیم او د غږ تنظیم په کې شاملېږي. اوس دغه فلم فېسټیوال ته تللی دی اوس ووینو چې چانس له موږ سره یاري کوي چې موږ د دغه فلم د جوړښت په برخه کې ګټونکي شوو.»

حزب الله سلطاني چې له دغه فلم مخکې یې داستاني فلمونه او ډرامي ډایرېکټ کړې دي وایي چې د الوتونکو کوڅه د ده لومړی مستند فلم دی.

د ده په وینا سږکال په لومړي ځل د سوېلي آسیا اتو مستندونو د فرانسې کن فېسټیوال ته لار موندلې ده.

ټاکل شوې ده تر لسو نورو ورځو پورې له څو انلاین غونډو وروسته څرګنده شي چې دغه فلم د کن فیسټېوال ګټونکی کېږي او کنه.
 
د الوتونکو د کوڅې فلم له تولید د مخکې او له توید د وروسته پړاونو لګښت درې لکه و اویا زره افغانۍ شوی دی چې د افغان فلم له لوري ورکړل شوی او د فلم پروډیوسره هم صحرا کریمي ده.
   
د افغان فلم رییسه صحرا کریمي وايي:«دا کولای شي چې د افغانستان مستندې سینما او خپلواکې سینما ته ډېر ګټور وي. د دې لپاره چې هغه تصور چې ډېری فېسټیوالونه د افغانستان او د افغانسان د فلمونو په هکله لري یو بل تصویر دی.»

په تېرو شلو کلونو کې نژدې لسو افغان ډایرېکټرانو د ځینو بهرنیو فلم جوړونکو په مرسته کن فیسټېوال ته لار موندلې ده او ځینو یې جایزې هم ګټلې دي، خو د الوتونکو د کوڅې فلم د افغانستان لومړنی خپلواک فلم دی چې سږکال یې د بازار په برخه کې کن فېسټیوال ته لار موندلې ده.

د الوتونکو د کوڅې فلم د افغانستان لومړنی خپلواک فلم دی چې سږکال یې د بازار په برخه کې کن فېسټیوال ته لار موندلې ده.

شریک یي کړئ