په دې وروستیو کې لرغون پېژندونکي بریالي شوي دي چې د کابل د شیوکیو لرغونې سیمې د سترې استوپې په شاوخوا کې د بودایانو ځينې لرغوني پاتې شوني کشف کړي.
شاوخوا ۸ کوچنۍ استوپې، استحکامي برجونه، دېوالونه او ۱۷۶ نور تاریخي پاتې شوني هغه توکي دي چې د کابل د شیوه کیو له سیمې ترلاسه شوي دي.
لرغون پېژاند وحید رحیمي په دې هکله وايي:«کله چې موږ دلته کار پیل کړ، دا استوپه (لویه استوپه) له څو خواوو سورۍ شوې وه. کابو له حده زیاتې ویجاړۍ یې لرلې. د استوپې پورتنۍ برخه ټوله ویجاړه شوې وه او د هغه لاندینۍ برخې هم تر خاورې لاندې شوې وې.»
نهه لرغون پېژندونکي دوه کاله وړاندې د کابل د شیوه کي سیمې ته راغلل او تر اوسه ۵۰ سلنه دا ساحه کیندل شوې ده.
له دې سره جوخت د دې ځای لرغوني آثار د ۸۰ تنو کارګرانو له لوري مرمت او بیارغول کېږي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پېژندنې چارو مشر وايي، په کابل، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د بوداییانو تر لاسه شوي پاتې شونې د دې ښکارندويي کوي چې، دغه درې ولایتونه پخوانی ګندهارا دی.
ګندهارا د زرو کلونو لپاره د بوداییانو مرکز وو او له همدې ځایه بودیزم چین، کوریا، سریلانکا او آن منځنۍ اسیا ته تللی دی.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغونپېژندونکو رییس نورآقا نوري وايي:«له میلاد څخه درې پیړۍ مخکې تر اوم او اتم میلادي پېړۍ پورې کابو زر کاله بودیزم په افغانستان کې و.»
د لرغون پېژندونکو په وینا د شیوه کي ختیځ او لوېدیځ لور ته په آب کمري او یخ دره کلي کې ورته استوپې شته او سوېل لور ته دغه استوپه له چکري منار سره وصلېږي.
اوس د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شیوه کيو په څېر لرغوني ځایونه د کابل په کلتوري حوزه کې شامل کړي دي چې په راتلونکي کې د ګرځندویانو په یوه لوی مرکز بدل شي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین هارون حکیمي څرګندوي:«دغه سیمو باید د کابل او په ټول کې د افغانستان په پېژاند کې راوستل شي.»
د لرغون پېژندونکو په وینا حکومت ته په کار ده چې د دغو سیمو په مرمت او ساتنې سره د دغو ځایونو د له منځه تلو مخه ونیسي د هېواد تېر تاریخ مستند کړي.