Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د جام منار د احتمالي نړېدو په هکله اندېښنې

د غور ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې په دغه ولایت کې د جام منار د نړېدو له خطر سره مخ دی.

د دغه ریاست د چارواکو په وینا، په وروستیو میاشتو کې د منار څلي ډېری کاشیانې رالوېدلې دي، او د هغه دنننۍ پټې او برخې هم ویجاړې شوې دي.

دغه منار چې، له سلګونه کلونو راهیسې د هريرود تر څنګ او د غرونو په منځ کې سر پورته کړی و او د افغانستان د کلتور او تمدن نښه بلل کېده؛ اوس په دې ورځو کې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی.

د غور د اطلاعاتو او کلتور رییس عبدالحی وايي:«که چېرې د یونسکو سازمان د جام منار ته رسېدنه ونه کړي، موږ د دې شاهد یوو چې دغه څلی به ونړېږي او دا یوه ستره بدنامي ده.»

په تېرو شلو کلونو کې د دغه تاریخي څلي او د نړۍ له کلتوري میراثه د ساتنې لپاره چندانې کار نه دی شوی.

په دې وروستیو کلونو کې د یاد منار د ساتنې لپاره ډېرې ژمنې ورکړل شوې دي؛ خو لا تر اوسه هېڅ یوه ژمنه عملي شوې نه ده.

د جام منار چې، د نړۍ په کچه له خښتو جوړ تر ټولو لوړ منار ګڼل کېږي په ۲۰۰۲ کال کې د یونسکو سازمان د نړۍ د کلتوري میراث په نوملړ کې ثبت شو. 

دغه منار چې، یو نړۍوال تاریخي میراث دی؛ خو لا تر اوسه یې د ساتنې لپاره لازم کارونه نه دي شوي.

په غور کې کلتوري فعال نظرمحمد ثاقب په دې هکله وايي:«د تاریخي ابدو او لرغونو سیمو د ساتنې په برخه کې نړۍوالو سازمانونو چې یونسکو یې تر ټولو مشهور هغه دی، د جام منار د بیارغونې لپاره ژمنې کړې دي چې عملي شوې نه دي.»

د غور جام منار ۶۵ متره لوړوالی او څه باندې ۸۰۰ کاله تاریخي لرغونتوب لري. دغه له خښتو جوړ منار د سلطان غیاث الدین غوري د سلطنت په دوره کې جوړ شوی دی. 

دغه منار د فیروز کوه ښار په ۷۰ کیلومترۍ کې په شهرک ولسوالۍ کې موقعیت لري.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه