Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په هرات کې د درې هنرمندو مېرمنو له لوري د نقاشۍ نندارتون جوړول

په هرات ولایت کې درې هنرمندو مېرمنو د نقاشۍ یو نندارتون جوړ کړی دی چې په دې نندارتون کې یې د بېلابېلو ډولونو نقاشۍ پیغامونه نندارې ته وړاندې کړي وو.

دا مېرمنې وايي، د دې نندارتون له جوړېدو یې اصلي موخه په هېواد کې مېرمنو او نجونو ته هیله او روحیه ورکول دي.

دې مېرمنو په خپلو اثارو کې مثبت پیغامونه انځور کړي او زیاتوي، مېرمنې او نجونې باید لکه د تېر په څېر په ټولنه کې فعالیت وکړي او په کور پاتې نه‌شي.

په دې نندارتون کې له بېلابېلو پیغامونو سره نږدې ۷۰ ډوله د نقاشۍ اثار نندارې ته وړاندې شوي. د دې هنري اثارو په پنځولو کې د نوي ریالیزم له سبکه کار اخېستل شوی دی.

د نندارتون جوړوونکې رووفه شمس په دې اړه وايي: «غواړو هغه کسانو ته چې په کور کې دي او نه غواړي خپل فعالیتونه تر سره کړي او یا له اوسنیو حالاتو وېره لري، یوه انګېزه جوړه کړو.»

د نندارتون جوړوونکې روزیتا محمدي وايي: «ډېرې نجونې دي چې چوپتیا یې غوره کړې ده. موږ  وغوښتل په دې کښل شویو اثار سره خپل پیغام ننداره‌کوونکو او حکومت ته ورسوو.»

په وروستیو میاشتو کې دا لومړنی نندارتون دی چې د نجونو له لوري جوړ شوی دی. له یوې اوږدې چوپتیا وروسته دغه نندارتون د ډېرو لېدونکو په زړونو کې هیلې راټوکولې دي.

د نندارتون لېدونکې نازیلا خادمي د نندارتون اثارو په اړه وايي: «له خلکو غوښتنه کوو چې کښل شوي انځورنه وګوري، ځکه د دې انځورونو په لېدلو سره هنرمندانو ته روحیه ورکول کېږي.»

د هرات سیمه‌ییز چارواکي وايي، سرپرست حکومت په هېواد کې له هنر او هنرمندانو ملاتړ کوي. د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس نعیم‌الحق حقاني وايي: «د اطلاعاتو او کلتور متحرم وزارت د هنرمندانو او هغه کسانو ته چې د څېرو او ښکلا په کښلو کې هنر لري، بشپړ ملاتړ کوي»

دا نندارتون به اته ورځې دوام پیدا کړي. دغه درې هنرمندې هیله‌منې دي چې په دې موده کې خپلې نقاشۍ وپلوري. د هنري اثارو نه پلورل په هېواد کې د هنرمندانو پر وړاندې یوه جدي ستونزه بلل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه