Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د چهلستون ماڼۍ ۲۰۰ کلنه لرغونتیا؛ کابل کې یو ښکلی تفریحي ځای

چهلستون کابل کې یو له لرغونو ابدو دی چې څه باندې ۲۰۰ کاله لرغونتوب لري. له دغې ماڼۍ یو وخت د دولتي مېلمستون په توګه کار اخیستل کېده او ډېری پاجاهانو او ځانګړو مېلمنو دغې ماڼۍ ته تګ راتګ درلود.

د چهلستون ماڼۍ د کورنیو جګړو پر مهال زیان لیدلی و؛ خو د هغې ځینې برخې په وروستیو کولنو کې د اغا خان بنسټ له لوري بیارغول شوي دي.

د چهلستون بڼ امر شرف الدین آرش طلوع نیوز ته وايي:«د خپل وخت یو له شاندارو ماڼيو و چې د عبدالرحمان خان او حبیب الله خان په وخت کې د مېلمستون په توګه استفاده کېده. عبدالرحمن دا ماڼۍ ترمیم کړه، ستونونه یې زیات کړل او خپل زوی ته یې ډاډۍ کړ.»
          
هېوادوال چې، لرغوني ځایونه د کلتوري میراثونو یوه برخه ګڼي، د هغې د ساتنې غوښتنه لري.

د کابل اوسېدونکې نګینه ثنا وویل:«له لرغونو ابدو او لرغونو ماڼيو څخه ده. له نېکه مرغه په دې وروستیو کې بیارغول شوې ده او د ټولو پر مخ پرانېستې ده او زه هم راغلې یم چې دا ځای ووینم.»
   
د چهلستون ماڼۍ شاوخوا ۲۰۰ کاله مخکې یعنې په ۱۷۹۶ زیږیز کال کې د شاه زمان صدوزي د سلطنت په دوره کې جوړه شوې ده. دغه ماڼۍ د یوې لرغونې ودانۍ په توګه په اطلاعاتو او کلتور وزارت کې هم ثبت ده.

د چهلستون ماڼۍ شاوخوا ۲۰۰ کاله مخکې یعنې په ۱۷۹۶ زیږیز کال کې د شاه زمان صدوزي د سلطنت په دوره کې جوړه شوې ده.

تصویر بندانگشتی

چهلستون کابل کې یو له لرغونو ابدو دی چې څه باندې ۲۰۰ کاله لرغونتوب لري. له دغې ماڼۍ یو وخت د دولتي مېلمستون په توګه کار اخیستل کېده او ډېری پاجاهانو او ځانګړو مېلمنو دغې ماڼۍ ته تګ راتګ درلود.

د چهلستون ماڼۍ د کورنیو جګړو پر مهال زیان لیدلی و؛ خو د هغې ځینې برخې په وروستیو کولنو کې د اغا خان بنسټ له لوري بیارغول شوي دي.

د چهلستون بڼ امر شرف الدین آرش طلوع نیوز ته وايي:«د خپل وخت یو له شاندارو ماڼيو و چې د عبدالرحمان خان او حبیب الله خان په وخت کې د مېلمستون په توګه استفاده کېده. عبدالرحمن دا ماڼۍ ترمیم کړه، ستونونه یې زیات کړل او خپل زوی ته یې ډاډۍ کړ.»
          
هېوادوال چې، لرغوني ځایونه د کلتوري میراثونو یوه برخه ګڼي، د هغې د ساتنې غوښتنه لري.

د کابل اوسېدونکې نګینه ثنا وویل:«له لرغونو ابدو او لرغونو ماڼيو څخه ده. له نېکه مرغه په دې وروستیو کې بیارغول شوې ده او د ټولو پر مخ پرانېستې ده او زه هم راغلې یم چې دا ځای ووینم.»
   
د چهلستون ماڼۍ شاوخوا ۲۰۰ کاله مخکې یعنې په ۱۷۹۶ زیږیز کال کې د شاه زمان صدوزي د سلطنت په دوره کې جوړه شوې ده. دغه ماڼۍ د یوې لرغونې ودانۍ په توګه په اطلاعاتو او کلتور وزارت کې هم ثبت ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه