د ننګرهار ولایت جلال اباد ښار شېرزي لوبغالي کې د نارنج ګل دودیزه مشاعره جوړه شوه. په دې مشاعره کې د هېواد د ځینو ولایتونو شاعرانو هم ګډون درلود چې ګڼو شاعرانو پهکې د خپلې خوښې شعرونه ولوستل.
شاعران وايي، په تېرو کلونو کې د نارنج ګل مشاعره زیاته برخه درباري شعرونو ته ځانګړې شوې وه، خو سږ کال پهکې هر شاعر په ازاد ډول خپل ادبي ذوق خړوب کړ.
د سمیعالله تړون په نوم یو شاعر وايي: «یوه ازاده فضاء ده، ازاد ماحول دی او هر سړی د خپل نظر اظهار په ډاډه زړه او اطمنان سره کولای شي.»
شاعر سراجي وايي: «هغه ورونه چې په تېرو مشاعرو کې نه لېدل کېدل، نن دلته لېدل کېږي، ګڼ ورونه چې په تېرو مشاعرو کې وو، شاید هغوی هم شاوخوا په ځینو ځایونو کې وي، خو اکثر یې څېرې دلته نه تر سترګو کېږي.»
ورته مهال د ننګرهار اطلاعاتو کلتور رییس وایي، په دې مشاعري کې د ګډون او د لا رنګینولو په موخه یې د کوزې پښتونخوا ځینو شاعرانو ته هم بلنه ورکړې وه، خو د وېزو ستونزو له امله په مشاعره کې له ګډونه بېبرخې شول.
د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رییس نور محمد حنیف وايي: «د دې توپیر دا دی چې مخکې مشاعره تر سره کېدله، خو ځوانانو د خپل ذهن حقایق نهشول بیانولی، نن داسې ازاده مشاعره تر سره شوه چې ټول شاعران، لیکوالان او ادیبان پهدې باندې خوشاله دي.»
ورته مهال د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رییس له لوري د شېرزي لوبغالي نوم هم بدل شو او د خپل جهادي قوماندان اول ګل مجاهد نوم په نوم یې ونوماوه او ټینګار وکړ چې له دې وروسته به یاد لوبغالی د هغه نوم یادېږي.
نارنجګل هغه مشاعره ده چې د هر پسرلي په پیل سره په ننګرهار ولایت کې تر سره کېږي او د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه ورته ګڼ شمېر شاعران ورځي. د دې تر څنګ په کندهار کې د انارګل په نوم مشاعره هم یو له مشهورو مشاعرو څخه ده چې د شعر ګڼ شمېر مینهوال او شاعران پهکې ګډون کوي.
په دې اړه مو اندونه