Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د لوګر اوسېدونکي: د ابو مسلم خراساني زیارت د ویجاړېدو په حال کې دی

د لوګر ولایت اوسېدونکي وايي، د پخواني خراسان مشهورې او پېژندل شوې څېرې عبدالرحمن بن مسلم، مشهور په ابو مسلم خراساني زیارت د ویجاړېدو په حال کې دی او بیارغاونې ته اړتیا لري.

د ابو مسلم خراساني زیارت د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د څلوزیو او سجاونډ سیمو تر منځ موقعیت لري.

د برکي برک ولسوالۍ اوسېدونکی ګل نظر وايي: «دلته به ښځې راتلې څلور، پنځه منه اوړه به یې راوړل، وریجې او ورغاستلي به یې پخول.»

د برکي برک ولسوالۍ اوسېدونکی فضل الربي وايي: «دا زیارت ښه جوړ و خلک به راتلل د پنج‌شنبې په ورځ به نغاره وهل کېده.»

د لوګر ولایت برکي برک ولسوالۍ اوسېدونکي له اطلاعاتو او کلتور وزارته غواړي چې د دې زیارت د بیارغولو او ساتنې په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

د برکي برک ولسوالۍ اوسېدونکی فضل الرحیم وايي: «موږ غواړو چې دا زیارت ترمیم کړي ټول به ګل او ګلزار شو چې دا کار وکړي.»

د برکي برک ولسوالۍ اوسېدونکی اصل الدین وايي: «د دې زیارت دیارلس یا دوولس سوه کاله کېږي چې اوس د نړېدو په حال کې دی، موږ غواړو چې جوړ شي په ترمیم نه کېږي باید پخه ودانۍ ورته جوړه کړي.»

د ابو مسلم خراساني د مقبرې څنګ ته د هغه په ​​نوم یو ښوونځی هم جوړ شوی دی.

ورته مهال د لوګر ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست هم مني چې دا زیارت بیارغولو ته اړتیا لري او په‌دې تړاو یې له اطلاعاتو او کلتور وزارته غوښتي چې په دې ولایت کې د تاریخي اثارو او ځایونو د ساتنې په برخه کې هڅې وکړي.

د دې ریاست مسوولان وايي، په تېرو شل کلنو کې په‌دې ولایت کې تاریخي ابداتو او تاریخي اثارو ته د پام وړ پاملرنه نه‌ده شوې.

د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس رفیع الله صمیم وايي: «امید شته چې د ابو مسلم خراساني زیارت تر څنګ نورې تاریخي ابدې هم لکه څنګه چې لازمه ده هغسې ورغول او وساتل شي.»

د دې زیارت تاریخي مخینه څه باندې ۱۳۰۰ کالو ته رسېږي. د خراساني پیدایښت د ۱۰۰ و څخه تر ۱۰۵ ق کلونو تر منځ د اصفهان نږدې سیمې ته اټکل شوی دی.

ابو مسلم خراساني په ۱۳۷ ق کال کې د عباسیانو دویم خلیفه منصور په لارښوونه د دې لپاره ووژل شو چې ګواکې نوموړی به قدرت تر لاسه کړي.

ابو مسلم چې د امویانو په پرځېدو او عباسیانو پر راتلو کې یې زیاته ونډه درلوده، نوموړی د عباسیانو له لویو سردارانو او قوماندانانو څخه هم وو او د دوی په واک اخیستو کې کلیدي ونډه اخیستونکی شمېرل کېده. دی چې په فارسي او عربي ژبو پوره پوهېده په فصاحت او بلاغت کې هم بې ساری وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه