Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د جولای ۳۰ نېټه د نوموتي شاعر پيرمحمد کاروان د ورځې په نامه ونومول شوه

نن د جولای ۳۰مه د پښتو ژبې د نوموتي شاعر، پيرمحمد کاروان د ورځې په نوم نومول شوې ده.

افغان ليکوالان او شاعران په دغه ورځ د کاروان د شاعرۍ او نثر قدردانی کوي. 

د پښتو ادب استادان، پير محمد کاروان د معاصرې دورې بې جوړې شاعر ګڼي.

پیر محمد کاروان د پښتو په اوسنیو شاعرانو کې هغه شاعر دی چې د افغانستان اوږده غمیزه یې په ډېر ژور او هنري انداز خپله شاعري کې انځور کړې ده.

افغان ليکوالان او اديبان، پيرمحمد کاروان د معاصرې دورې مخکښ شاعر بولي.

د پير محمد کاروان د شعري چينې اوبه دومره سپنې، رڼې او خوږې دي، چې هېڅوک يې پر څښلو نه مړېږي. 

د شعر ليکلو د ځانګړي سبک تر څنګ د هغه خاموش انداز او شخصيت هم ډېر خلک اغېزمن کړي ډي.

نن ورځ لسګونه افغان ليکوالانو، شاعرانو او ادیبانو د پيرمحمد کاروان ستاينې ته ځانګړې کړې وه او له کاروان سره د ډېرې مينې په خاطر يې، په ژوندوني د هغه د خدمتونو ستاينه کړې ده.

کاروان د شعر د مینانو له بې حده ستاينې مننه او قدرداني کړې ده.

پيرمحمد کاروان د خوست ولایت د تڼيو ولسوالۍ اوسېدونکی دی. هغه د پښتو ادب د غنا لپاره د منظومو ټولګو تر څنګ نثري ټولګې هم چاپ کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه