Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل عامه کتابتون کې د ۱۶۰زره علمي او تاریخي اثارو ساتنه کېږي

د کابل د عامه کتابتون رییس عبیدالله حنیف وايي چې عامه کتابتون د هېواد یو له لرغونو کتابتونونو څخه دی، چې اوس ۱۶۰ زره کتابونه په کې ساتل کېږي.

د دغه کتابتون رییس زیاتوي چې د ځينو کتابونو لرغونوالی سلو کلونو ته رسېږي چې د «چټراز» کتاب یو له لرغونو کتابونو څخه دی.

ښاغلي حنیف وویل:«کابو په ۱۳۴۳ کال کې د ظاهر پادشاهي په دوره کې بنسټ یې ېښودل شوی دی.»

ورته مال، د عامه کتابتون چارواکي زیاتوي چې د کتابتون ریاست د مطالعې لپاره اوه تالارونه لري  چې د افغانستان تالارونه په ګوته شوي، چې د ژبې او ادبیات، ریفرینس، ماشومان، جریدې، مجلې او عمومي معالعه د دغه کتابتون له برخو دي.

د عمومي مطالعې تالار مدیر محمد ولي اصف وویل:«دا د چتراز په نامه دی یو له پخوانیو کتابونو څخه دی چې د هند په نیمه وچه کې په سنګي مطبعه کې چاپ شوی د دغه کتاب منځپانګه د پخواني چتراز تاریخ او روزګاران چې اوس د چترال په نامه د ډيورنډ کرښې هغې غاړې ته او په افغانستان کې د نورستان په نامه یادېږي.»

د جریدو د تالار مدیر عبدالوحد وايي یوه نشریه چې ۱۱۷ کاله مخکې د افغانستان او نړۍ د تاریخ په هکله خپرېده. هغه زیاتوي چې د سراج الاخبار مجله چې له مهمو او پخوانیو نشریو څخه ده هم په دغه کتابتون کې ساتل کېږي.

ورته مهال ځینې ځوانان او زده کوونکي وايي که څه هم په دغه کتابتون کې د کتاب لوستونکو شمېر کم شوی؛ خو لا هم ځينې ځوانان د خپلې خوښې وړ کتاب د لوستلو لپاره دلته راځي.

زده کوونکي احمد میلاد څرګنده کړه:«د خپل ژوند هدف مو د مطالعې په واسطه پیدا کولای شو او د مطالعې په واسطه زموږ ژوند لوری پیدا کوي.»

بل زده کوونکی عبدالله هم وايي:«کله چې زه مطالعه کوم دا نه یوازې زما په اند بلکې زما له درسونو سره هم ډېره مرسته کوي.» 

د کابل د عامه کتابتونونو ریاست بنسټ په ۱۳۴۳ کال کې کېښودل شو او د کتابونو لرغونوالی سلو کلونو ته رسېږي. عامه کتابتون له ملي ارشیف وروسته، لرغوني کتابونه لري. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه