Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کابل کې د ازبیکي ژبې ملي ورځ ونمانځل شوه

د تلې ۲۹مه د ازبیکي ژبې له ملي ورځې سره سمون لري. د "اوزگریش" یو مدني او ټولنیز بنسټ چې په‌دې مناسبت یې په کابل کې مراسم جوړ کړي، له اسلامي امارت څخه غواړي چې د ازبیکي کلتور په ځانګړې توګه ژبې ودې ته جدي پاملرنه وکړي.

د دې بنسټ رییس محمد امین ابریز وايي: «د اوزګریش بنسټ یو شمېر غړو او ځوانانو دا ورځ ونمانځله، څو له حکومت څخه خپلې غوښتنې او د ازبکي ژبې په اړه اندېښنې له اوسني حکومت سره شریکې کړي.»

له دې سره سم، یو شمېر اوزبیک مدني فعالین او ځوانان له اسلامي امارته غواړي چې د ازبیکي ژبې دودیدو ته پام وکړي.

ژباړن محبوب‌الله توران وايي: «زمینه دې ورته برابره کړي، په ښوونځیو کې دې ښوونکي جذب کړي، کلتور ته دې وده ورکړي، ځوانان دې وهڅوي او امکانات دې ورته برابر کړي.»

مدني فعال فرهاد وايي: «د یوه ابیک ځوان په توګه زما هیله دا ده چې د ازبیکي ژبې ته جدي پاملرنه وشي.»

له بل لوري د ملي دفاع وزارت مسوولان وايي، ځوانان باید د هېواد پر ټولو ژبو مسلط وي او په وینا یې له قوم پالنې او ژب پالنې مخنیوی وکړي.

د دفاع وزارت د لوژیستیک رییس سید عبدالبصیر صابري وايي: «موږ خدای ناخواسته نباید قوم پالنه او ژب پالنه مطرح کړو، موږ باید هره ژبه یاده کړو، زموږ د ځوانانو باید پښتو، دري او نورې ژبې چې توانايي یې ولري، زده ولري.»

یو شمېر ازبېکان له اسلامي امارته غواړي چې کدري خلکو ته یې د کار زمینه برابره کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه