د ملي موزیم مسوولین په تېر کال کې د ۵۰۰ تاریخي او لرغونو اثارو له ترمیمېدو خبر ورکوي. او زیاتوي، په ترمیم شویو اثارو کې مجسمې، سکې او د بېلابېلو دورو لوښي شامل دي.
د ملي موزیم مرستیال وایي، تېر کال ۵۰۰ تاریخي او لرغوني اثار ترمیم شوي دي.
د هغه په وینا، ډېرې هغه اثار چې زیانمن شوي په دې برخه کې بېرته رغول کیږي.
د ملي موزیم مرستیال، محمد یحیی محب زاده و ویل:"ترمیم او له مخکې وقایه زموږ د همکارانو ورځنی کار دی. په یوه کال کې، که ۱۴۰۲ کال په پام کې ونیسو، زموږ همکاران پر دې توانیدلي چې د ستونزو سربېره ۵۰۰ تاریخي او لرغوني اثار ترمیم کړي."
اسلام الدین بیا یو له هغو ترمیم کوونکو دی چې د خپل ژوند شل کاله یې د بېلابېلو دورو د اثارو پر ترمیم تېر کړي دي.
هغه د ترمیم لپاره د تجیهزاتو له کموالي شکایت کوي.
ترمیم کار، اسلام الدین طلوع نیوز ته و ویل: "موږ په بېلابیلو برخو کې کار کوو، اوس تاسې وینئ چې موږ پر یو اثر کار کوو چې دغه اثر هم له اسلامي دورې دی. په یوه خونه کې راټول کړي ټول اثار او ډبرې او ګلونه ترمیم ته اړتیا لري."
د ملي موزیم د ترمیم څانګې مسووولان وایي، د تاريخي او لرغونو اثارو د مرمت لپاره د توکو او وسايلو له کمښت سره مخ دي.
دوی له اسلامي امارته غواړي چې د ملي موزیم د اثارو د بیارغاونې لپاره د تجهیزاتو او موادو برابرولو ته جدي پاملرنه وکړي.
د ملي موزیم د اثارو د ترمیم څانګې عمومي مدیر، محمد غفران حنفي و ویل: "له اسلامي امارته غواړو چې ملي موزیم ته خپله پاملرنه زیاته کړي، موږ په دې برخه کې ډیر تجهیزات نه لرو، د لابراتوري هوا کش ماشینونه نشته. نو د تجهیزاتو د کموالي له امله له ستونزو سره مخ یو."
دا په داسې حال کې ده چې د باميان ځایي مسوولین د ملګرو ملتونو د ښوونیزې، علمي او کلتوري ادارې يا یونېسکو له خوا د ضحاک او غلغلې ښار د دويمې برخې د بيارغونې د پيل خبر ورکړی و.