Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

لاله ګل؛ د شبرغان ادبي او کلتوري جشن

د جوزجان مرکز شبرغان ښار کې د لاله ګل مشاعره جوړه شوه.

سیمه ییز مسوولین د دغې مشاعرې جوړولو موخه له شاعرانو، لیکوالانو ملاتړ او د ځوانانو ترمنځ د کتاب لوستنې فرهنګ وده بولي.

د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی او کلتور امر، احمد شاهرخ جوینده و ویل: «د جوزجان له لیکوالانو، شاعرانو، فرهنګیانو او کلتورپالو هر اړخیز ملاتړ کوو او هڅه کوو چې د دا ډول پروګرامونو په جوړولو سره له شاعرانو ملاتړ وکړو.»

مشاعره کې یو شمېر شاعران او لیکوالان له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه د مالي ملاتړ ترڅنګ د خپلو اثارو د چاپ غوښتنه کوي.

 لیکوال او شاعر، سید محمد عابدي و ویل: «زموږ د اوسنیو شاعرانو په یوه لاس کې قلم او بل لاس یې په روزګار کې دی. اقتصادي ستونزې لري، زموږ غوښتنه دا ده چې د ټولنې دغه اروا او معنویت ته باید پام وشي او ملاتړ یې وي ځکه لیکوالان تاریخ جوړونکي دي.»

شاعر او لیکوال، محمد ذاکر واحدیار هم و ویل: «د شاعرانو د شعرونو او اثارو په چاپ کې همکاري وکړي او همدا راز د نویو شاعرانو د ودې او پرمختګ لپاره دا ډول مشاعرې له زیاتې کړي.»

د کلیو بیارغونې او پراختیأ وزارت مرستیال په دې مشاعره کې له شاعرانو، لیکوالانو غوښتنه وکړه چې د شعر او قلم له لارې واقعیتونو ته انعکاس ورکړي او مسوولین خپلو نیمګړتیاو ته ځير کړي.

 د کلیو او پراختیا وزارت معین، شراف الدین مسلم و ویل: «پخپلو شعرونو کې حقایق وړاندې کړئ. لیکوالان دي او که د ادب مینه وال دي او که شاعران دي باید حقایق راڅرګند کړي، یوه موضوع بله دا چې مسوولینو ته باید په نرمه ژبه سپارښتنې وکړل شي.»

د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د معلوماتو پر بنسټ په پام کې ده روان کال کې د شاعرانو، فرهنګیانو ملاتړ او ځوانانو ترمنځ د کتاب لوستنې په موخه لسګونه نور پروګرام هم دغه ولایت کې جوړ شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه