د پلازمېنې په زړه کې هغه موزیم چې د سل کلنې لرغونتیا لرونکي نږدې دوه زره لرغوني آثار پکې ساتل شوي.
د اتنوګرافۍ څېړنیز موزیم چې د شاه بوبوجانې یانې د وخت د پاچا امیر عبدالرحمن خان د خور په ماڼۍ کې یو وخت همدې شهزادګۍ د استوګنې ځای وو، خو دمګړۍ پکې د هېواد د ۳۴ ولایتونو دودونه نندارې ته اېښودل شوي دي.
دا ماڼۍ د اروپايي معمارۍ یانې څه باندې ۴۰ خونونو او بیلابیلو دهلیزونو په بڼه جوړه شوې ده.
هر دهلیز یې د هېواد د کلتور بېلابېلې کېسې بیانوي.
د کوشاني څیړنیز نړۍوال مرکز رییس، سرمحقق کتاب خان فیضي په دې اړه و ویل: "دغه موزیم یوه ماڼۍ وه، د بوبوجان ماڼۍ چې امیرعبدالرحمن خان د خپلې خور شاه بوبو جان لپاره جوړ کړی و، ودانیز سیسټم یې د اروپايي بورک په څېر او د اتریشي انجینرانو له لوري طرحه شوی دی. د کابلي انجینرانو له لوري جوړ شوی چې دوه پوړونه لري او څلوېښت خونې پکې دي."
دغه موزیم ته پر هېوادوالو سربېره بهرني ګرځندویان هم راځي.
دا پولنډی ګرځندوی له خپلې مېرمنې او ملګرو سره دلته راغلی څو د افغانستان له تاریخه خبر شي.
پولنډی ګرځندوی، ویوان کالباش وايي:(د دې موزیم په اړه، فکر کوم په کابل کې تر ټولو غوره موزیم دی، تر هغه څه توپیر لري چې ما تر دې مخکې لیدلی وو، که وغواړم یو نظر یا وړاندیز ورکړم دا دی چې ډیره ښه ده که پر پښتو او دري ژبو سربېره په انګلیسي هم معلومات ورکړل شي، دا به له ګرځندویانو سره ډیره مرسته وکړي څو هغه شیان چې دلت دي باید په اړه یې ښه وپوهیږي.)
د اتنوګرافي څیړنیز موزیم مدیر وایي، د دغه موزیم د لیدونکو شمېر په تېر کال کې نږدې ۹۰۰ تنو ته رسیږي.
د دغه موزیم دغه راز د اسلامي امارت له لوري هېوادوالو ته د انتوګرافي څیړنیز موزیم په اړه د لیدونکو د شمېر د زیاتوالي په برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.
د اتنوګرافي څیړنیر موزیم عمومي مدیر، خیر محمد ولید و ویل: "په ۱۴۰۲ کال کې چې موږ کومې شمېرې راټولې کړې د مینه والو او لیدونکو شمېر له اتنوګرافۍ مرکزه، شاوخوا ۹ سوه تنه و خو په ۱۴۰۳ کال کې تر دې دمه ځکه شمېرې نه دي راټولې شوي چې ورښتونه وو او لیدونکي کم وو."
په دې موزیم کې د کالیو، پخوانیو سیکو، مدرنې کاري ګرافي او د هخامنشیانو او یونان باختر له وخت راهیسې آثارو په ګډون د پخواني حکومت بیلابیل جنګي وسایل هم ترسترګو کیږي.
په دې اړه مو اندونه