Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د شېوکیو استوپه؛ افغانستان په زړه کې د کوشانیایو شاهکار

د شېوکیو استوپه، چې له شل مترو زیات پراخوالی لري، د لومړۍ او درېیمې پیړۍ ترمنځ د نورو هېوادونو د لرغون پېژندونکو له لوري کشف او په ۱۸۲۰ زېږیز کال کې یې کیندنه پیل شوه.

دغه سیمه یو وخت د بودایانو عبادت ځای وه.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاریخي ابداتو د ریاست کارکوونکي، عبدالقدیر تېموري وویل: « دومره لویې استوپې معمولاً د څو هدفونو لپاره جوړېدې، لومړی د مذهبي موخې او دیني عبادت او دویم د نورو لارو د کاروانونو د سېلانیانو جذبولو لپاره د لوړو ځایونو په توګه جوړیدې. »

د دغه بودایي عبادت ځای د ودانۍ بڼه کوشاني او یوناني دورو ته ورګرځي او په رغېدو کې یې له پرچال ډبرو، خټې او ګچ کار اخیستل شوی ده.

عبدالقدیر تېموري په دې اړه وویل: « دغه استوپه د بودایي دورې یو له لرغونو اثارو ده چې لومړۍ او درېیمې میلادي پېړۍ یانې د کوشانيانو دورې پورې اړه لري او دغه سیمه کې ده. البته تر اتلسمې پېړۍ وړاندې د افغانستان د تاریخي سیمو او ابداتو په اړه مالومات نه وو.»

د شېوکیو اوسېدونکي له سرپرست حکومته غواړي څو د تاریخي ابداتو ساتنې ته پام وکړي.

د شېوکیو اوسېدونکي، حامد وویل: «زه نږدې درې کاله دلته مسوول یم. له وزارته غواړم چې د دغه ځای لپاره یو مشخص کس وټاکي.»

خو شېوکي څه مانا او ولې دا سېمه په دې نوم یادیږي؟

د شېوکیو اوسېدونکي، خیرخواه  په دې اړه وویل: « شېوکي له شیوه اخیستل شوې، شیوه د لارې، طریقې او سړیتوب په مانا ده، هر څوک یوه شیوه لري.»

په هېواد کې څو لسیزو جګړو د شېوکیو استوپه هم زیانمنه کړې او له ۲۰۲۰ تر ۲۰۲۲ کلونو د حج کوه موسسې په مرسته د تاریخي ابداتو د ریاست له لوري ورغول شوه.

شریک یي کړئ