دغه مشاعره چې هر کال د پسرلي په موسم کې جوړېږي د هېواد له بېلابېلو ولایتونو شاعرانو پکې برخه اخېستې ده.
د لغمان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، دا ډول ادبي غونډې د حکومت او ولس ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې ارزښتمنې دي او دوی به په دې برخه کې خپلې هڅې لا ډېرې کړي.
د لغمان اطلاعاتو کلتور رییس، عبدالنور رسولي و ویل: (مشاعرو د جوړولو هدف مو دادی ، د شاعرانو، لیکولانو، ادبیانو، فرهنګ پالو راټولول دي او له دې لارې خلکو سره د مینې اظهارول دي؛ تر څو د شعر په ژبه مو هېواد وال سره یو ځای کړي او د شعر په ژبه د خلکو ستاینه وکړي.)
شاعران د دا ډول مشاعرو له جوړېدو هرکلی کوي او زیاتوي چې دا ډول مشاعرې او ادبي غونډې د حکومت او ولس ترمنځ واټن ختموي او د دوام غوښتنه یې کوي.
شاعر، نذیر قریشي په دې اړه د طلوع نیوز خبریال ته و ویل:( دا د ولس او دولت تر منځ واټن رالنډوي هغه پيغامونه ورکوي چې د ولس په زړه کې دي د شعر له لارې یو بل ته خپرولی شي.)
یوه بل شاعر، هدایت الله مشواڼي هم و ویل: ( هغه څه چې په عامه وینا کې نه شي څرګندولی نو هغه په شعر کې واضح ډول انسان کولی شي یو چاته وړاندې کړي او خلک ترې مفهوم واخلي؛ نو ډېر زیات خوشحال یم، چې نن په لغمان او په داسې یوه پسرلنۍ او دودیزه مشاعره کې یم.)
شاعر، عام یار قریشي هم زیاته کړه: دا مشاعره ده چې کلونه کلونه وروسته خپلو انډيوالانو سره چې نه مې دي لیدلي شاعران راټول شوي او د څو ولایتونو شاعران راغلي دي او دلته مشاعره کوي.)
د لغمان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د معلوماتو له مخې په دې مشاعره کې کتابونه او د لیک لوست اړوند تابلوګانې هم نندارې ته اېښودل شوې وې چې موخه یې لیک لوست ته د خلکو هڅول دي.
په دې اړه مو اندونه