دارالامان ماڼۍ چې څه د پاسه سل کاله لرغونتوب لري د کابل ښار سویل ته په اته کيلومټرۍ کې پرته ده.
دغه ماڼۍ یوه درې پوړیزه ودانۍ لري چې ۱۵۰ کوچنۍ او لویې خونې لري.
دارالامان ماڼۍ د غازي امان الله خان د سلطنت پر مهال د کابل د چهاردهي سویل لویدیځ لور ته په اته کیلومټرۍ کې چې په هغه وخت کې افشار تپه نومېده، جوړه شوه.
۳۰ مټره لوړه دغه ماڼۍ د غازي امان الله خان د فرمان لمخې په ۱۴۰۰ مترمربع ځای کې جوړه شوه او د جوړولو چارې یې هم د جرمني انجنیر، ولټر هارټن تر څارنې لاندې د ۲۲ جرمني معمارانو له لوري پیل شوې او په ۱۳۰۶ هجري لمریز کال یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
فرهنګي فعال، سید شاه محمود وویل :« د ودانۍ نقشه جرمنیانو او ترکانو جوړه کړه، خو د افغانستان د هنرمندانو په هنر سره، معماران او نجاران، معماري یې بشپړه شوه.»
د دغې ماڼۍ په جوړولو کې تر ډېره له غرنیزو ډبرو، مرمر ډبرو، سمنټو، ګچ او پخو خښتو ګټنه شوې او چت یې هم لرګیو سره ښکلی شوی دی.
د کوشاني نړۍوالو څېړنو مرکز رییس، کتابخان فیضي وویل: « دغه ماڼۍ درې پوړه او شاوخوا ۱۵۰ خونې لري او پراخوالی یې ۱۴۰۰ مټره مربع دی.»
پر دغې ماڼۍ ښې او بدې ورځې ډېرې راغلي؛ خو اوس د سمسورې سیمې په لرلو سره په کابل کې پر یوې زړه راښکوونکې تاریخي سیمې بدله شوې ده.
یو شمېر کسان چې، د دارالامان ماڼۍ لیدو ته راغلي، د دغې تاریخي ماڼۍ په تړاو بېلابېلې کیسې لري.
سېلاني، نوید امانیار وویل: « نن موږ د دارالامان ماڼۍ لیدو ته راغلو. دغه ماڼۍ یو له تاریخي اثارو ده.»
یو بل سېلاني، عبدالقهار هم وویل: «هغه ملګري چې له دې ځایه لیدنه کوي باید یو مسوول اوسي چې لارښوونه ورته وکړي.»
د اطلاعاتو او کلتور وزارت بیا په هېواد کې د تاریخي ماڼیو پر ساتنې ټينګار کوي او وايي، هڅې روانې دي چې، سېلانیانو ته نورې اسانتیاوې هم برابرې شي.
د دغه وزارت ویاند، خبیب غفران څرګنده کړه: « د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ټولو تاریخي ابدو، ماڼيو او سیمو ساتنې او بیارغونې ته ژمن دی او تل د دغو ابدو او ماڼيو ساتنې لپاره هڅې کوي.»
د دارالامان ماڼۍ ډېره برخه د کورنیو جګړو پر مهال ورانه شوه او پر یوې کنډوالې بدله شوه.
دغه ماڼۍ تر ۶ ځلو زیانمېدو وروسته د ۱۳۹۵ کال د غبرګولي پر لسمه د تېر حکومت پر مهال د ۱۶ میلیونه ډالرو په لګښت بیا ورغول شو.
په دې اړه مو اندونه