د فېروز کوه بنسټ له لوري په کابل کې د علومو اکاډۍ اتنوګرافي څېړنیز موزیم کې د دایمي هنري اثارو نندارتون جوړ شوی دی.
په دغه نندارتون کې د خطاطۍ، مینارتورۍ او حکاکۍ په ګډون څه باندې ۷۰ هنري اثار نندارې ته اېښودل شوي دي.
د هنري اثارو د دایمي نندارتون موخه، راتلونکو نسلونو ته د کلتور لېږد بلل شوی دی.
د فېروزګوه انسټېټیوټ د معمارۍ او هنري عالي تعلیماتي رییس احمد جاوېد پایا وايي:«نننی نندارتون څو برخې لري، په دغه نندارتون کې د بېلابېلو برخو کابو ۷۰ اثار په دایمي توګه دي.»
بل لور ته د علومو اکاډمۍ مرستیال وایي، ټاکل شوې یو بل موزیم هم چې څه باندې دوه نیم زره اثار پهکې دي دغه موزیم ته ولېږدوي.
نوموړی دغهراز ډاډ ورکوي، له هغو فرهنګي او لرغونو اثارو به په علومو اکاډمۍ کې ښه ساتنه وشي چې د خلکو د یووالي او ورورولۍ نښه ده.
د علومو اکاډمۍ طبیعي مرستیال امیر ثاقب څرګندوي:«دا د افغانستان تاریخي میراث دی او د افغانستان د قومونو د کلتور او یووالي نښه ده او انشاالله د علومو په اکاډمۍ کې ساتل کېږي څو راتلونکي نسل ته ولېږدول شي.»
د علومو اکاډمۍ مسوولان دغهراز د فیروز کوه بنسټ له لوري هېوادوالو ته د انتوګرافي موزیم په اړه د لا زیاتو معلوماتو د ورکړې غوښتنه کوي.
د علومو اکاډمۍ د بشري علومو مرستیال محمد علم اسحاقزی وايي:«د فېروزکوه انسټېټیوټ باید د افغانستان له علومو اکاډمۍ سره په همغږۍ هڅه وکړي چې د علومو او اتنوګرافي په برخه کې پاملرنه وشي او په ټولو پوهنتونونو او ښوونځیو کې پوهاوی ورکړل شي چې د اتنوګرافي له موزیمه لیدنه وکړي.»
د انتوګرافي څېړنیز موزیم کې دمګړۍ د ۳۴ ولایتونو څه باندې زر فرهنګي اثار ځای پر ځای شوي دي.
په دې اړه مو اندونه