Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بامیان کې د ۵۰۰ کلن کاروان سرای بیا رغونه؛ د ګرځندوی په برخه کې ستر ګام

په بامیان کې یو لرغونی کاروان سرای چې ۵۰۰ کاله تاریخي مخینه لري بیارغول کېږي.

د دغه تاریخي ځای پر بیارغونې ۳ میلیونه او ۵۰۰ زره امریکايي ډالره لګښت راځي او د یوه نړۍوال بنسټ له لوري ورکول کېږي.

دغه ۴۵۰ متره مربع کاروانسرای له ننه ۵۰۰ کاله وړاندې د بامیان ښار سویلي دروازه کې د مسافرو دمه ځای او سوداګریزو توکو بارولو په موخه جوړ شوی.

خو د ډېرو کلونو په تېرېدو ددغه لرغوني ځای ډېری برخې ویجاړې او یاهم له منځه تللې دي.

د بامیان د اطلاعاتو او کلتور رییس وايي ددغه تاریخي ځای د بیاجوړولو چارې د ۳ میلیونه او ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یو نړیوال بنسټ له لوري پيل شوې او تر راتلونکو درېیو کلونو پورې به بشپړې شي. د هغه په خبره دا لرغونی ځای به د ګرځندوی پر یو مرکز بدل شي.

د بامیان د اطلاعاتو او کلتور رییس، صفي الله رائد و ویل: «دغه کاروان سرای د خپلې لومړنۍ نمونې په توګه بېرته رغول کیږي، ۳ اعشاریه ۵ میلیون ډالره لګښت غواړي چې دغه کاروان سرای و رغول شي او په درې تر څلورو کلونو کې به بشپړ شي.»

پلي کوونکي انجینر، ناصر صمدي هم و ویل: «د دغه کاروان سرای د جوړولو لپاره له هماغو لومړنیو موادو کار اخیستل کیږي. ددې لپاره چې هماغه تاریخي اصالت یې وساتل شي.»

 د بامیان پوهنتون استاد، سید عبدل سجادي هم ویلي: «

د لرغونو اثارو ساتنه او له ویجاړۍ یې مخنیوی، د ګرځندوی صنعت د غوړېدو په برخه کې غوره رول لوبوي.»

په ورځني ډول اتیا کارګر د دغه کاروانسرای جوړولو کې پر کار بوخت دي او ۴۰۰ افغانۍ مزدوري اخلي.

کارګر، سید مهدي و ویل: « د ورځې ۴۰۰ افغانۍ زموږ کاري مزد دی، دا کار ډېر ښه دی. که دغه کاردوام و مومي زموږ د ژوند د اړتیاو په پوره کولو کې مرسته کوي.»

 کارګر، فقیر شاه هم و ویل: «د دغه کاروان سرای د جوړولو کاري مزد زموږ د کورنیو لپاره ډیر ښه دی. زموږ غوښتنه دا ده چې دغه کارونه دوام پیدا کړي.»

بامیان کې داسې مهال ددغه کاروانسرای د بیارغولو چارې پیل شوي چې تېر کال د بامیان د ضحاک ښار ځینې برخې هم بیارغول شوې دي او په پام کې ده چې د ککرک درې تاریخي ځایونو جوړولو چارې هم روان لمریز کال کې پیل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه