Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چهاردهي؛ د کابل شانداره او تاریخي میراث

د کابل چهاردهي د پلازمېنې یوه له پخوانیو برخو ده چې د وخت د شاهانو، لوړ پوړو دولتي چارواکو او نورو کابل مېشتو د میلو ځای وو.

دغه سیمه د ده دانا، ده مراد خان، چهار قلعه، ګلخانه، ده قلندر، سر آسیاب، چهلستون، قلعه مسلم،  قلعه فتوح، سه بنګي، قلعه واحد، قلعه کاشف، قلعه قاضی فاضل بیګ، انچي باغبان، ګذرګاه، بهادرخان کلی، پخچک، محمد حیات، صابر، چیټګر، جبارخان، بابو، قلعه وزیر، آخند، عین الله، الف، محمد امین، فراش، سرقول، علي مردان- ازاد، میر غضب او خواجه ملا ۳۸ واړه او لوی کلي لري. 

دغه سیمه د تیمور شاه دوراني د واکمنۍ پر مهال د چهاردهي په نوم ونومول شوه.

دارالامان ماڼۍ، د تاج بیګ ماڼۍ، د چهلستون ماڼۍ، بابر بڼ، د بخارا د پادشاه ابراهیم بیګ حرم سرای او سلګونه لرغونې کلاګانې او نور تاریخي بڼوڼه هم د کابل د دغې سیمې پورې اړه لري. 

د چهاردهي اوسېدونکي، عبدالواحد و ویل: « چهاردهي چې پل ارتل کې یوه دروازه وه د امیر عبدالرحمن په وخت کې چې دېوالونه یې اوس هم پاتي، ماښام کې به تړل کېده، ښار به جلا کېده او چهاردهي به جلا کېده.»

د کابل چهاردهي سیمه د محمد ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال د یوې ولسوالۍ بڼه درلوده او وروسته د کابل اړوند شوه خو دمګړۍ دغه تاریخي سیمه په پنځو ناحیو وېشل شوې ده.

د چهاردهي اوسېدونکي، محمد فرید وویل: « د چهاردهي خلک ډېر مېلمه پاله او زړور خلک وو او ډېرو پوه خلکو دلته ژوند کوو.»

د کابل چهاردهي سیمه کې څه د پاسه دوه سوه کلنې کلاګانې هم شته.

د قلعه پخچک بیا دغه ځای کې تر ټولو لرغونې کلا ده.

د چهاردهي یو بل اوسېدونکي، محمد اشرف څرګنده کړه: « دغه کلا تر ۱۲۰ کالو ډېره مخینه لري. دلته شپږ کورنۍ ژوند کوي. د کلا نوم ځکه داسې ده چې د جوړوونکي ونه لنډه وه.»

خو د کابل دا برخه ولې په چهاردهي ونومول شوه؟

د کابل د چهاردهي اوسېدونکي، آغا شیرین رسولي په دې اړه و ویل: « ځکه د چهاردهي په نوم ونومول شوه چې له څلوارلس کلیو جوړه شوې؛ د چهاردهي کلا، ده مرادخان، چهار اسیاب او د کمپنۍ خوا سیمې وې.»

د چهاردهي سیمه ښکلې هوا او له میوو ډکو باغونو ته په پام د پادشاهانو، دولتي لوړپوړو چارواکو او ښاریانو د مېلې ځای وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه