د چهلستون ماڼۍ شاوخوا ۲۰۰ کلنه مخینه لري او یو وخت د شاهانو د تګ راتګ ځای او همداراز دولتي مېلمستون و.
د دغې ماڼۍ د بنسټ ډبره په ۱۷۹۶ زیږدیز کال کې د شاه زمان سدزوي د سلطنت پر مهال کېښودل شوه او اوس خلک د یوه په زړه پورې ځای په توګه ترې لیدنه کوي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاریخي ابدو ریاست کارکوونکی عبدالقدیر تیموري طلوعنیوز ته وايي:«یو له لرغونو ځایونو او یو له تاریخي بڼونو څخه دی چې د شېر دروازه غره په لوېدیځ کې موقعیت لري. له دې مخکې چې ماڼۍ جوړه شي، د ایندګګ په نامه د بودایانو یوه سیمه وه.»
د علومو اکاډمۍ د لرغونپېژندنې څېړنیز مرکز علمي غړی محمد انور فایض څرګندوي:«د چهلستون بڼ د اسلامي دورې یوه ابده ده چې د شاه زمان سدوزي په وخت کې په څلورو پوړونو کې جوړ شو خو په ۱۳۷۰ لسیزه کې یې ډېر زیان ولید.»
د چهلستون ماڼۍ په معمارۍ کې تر ډېره له مرمرو، ډبرو خښتو، سیمان او وسپنې ګټنه شوې ده.
د دغه بڼ او ماڼۍ لیدونکي سروش وايي:«نن له خپلو ملګرو سره د چهلستون بڼ ته چې د تفریح ځای دی راغلي یو. له خپلو ملګرو غواړم چې دغه بڼ ته راشي او تفریح وکړي.»
خو ولې دغې ماڼۍ ته چهلستون وايي؟
د کوشاني نړۍوال څېړنیز مرکز رییس کتاب خان فیضي طلوعنیوز ته وايي:«دغه ودانۍ څو ستنې (ستونونه) لري چې دا د چهلستون په نوم یادوي. مخکې یې دا سیمه د ایندکي په نامه یادېده.»
د چهلستون بڼ آمر بیا وايي، د روان زیږدیز کال په وروستیو پنځو میاشتو کې څه باندې ۲۲ زره کسان د دغه بڼ لیدو او په دغه ځای کې د تفریح کولو لپاره ورغلي دي.
د نوموړي په وینا، په دغو ورغلو کسانو کې ډېری یې د خصوصي ښوونځيو زده کوونکي او بهرني سیلانیان دي.
د چهلستون بڼ شرف الدین ارش مدیر وايي:«بهرنیان راځي، ماشومان او لویان له دغه بڼه لیدنه کوي، زدهکوونکي او زدهکړیالان هم له دغه بڼه لیدنه کوي. څه باندې ۲۲ زره تنو له دغه بڼه لیدنه کړې ده.»
د چهلستون بڼ او ماڼۍ شمال لور ته د چهلستون عمومي سړک، سوېل لور ته یې ۹ برجه سیمه، ختیځ لور ته یې د منار غر او لوېدیځ لور ته یې دارالامان ماڼۍ ده.