Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ناصر خسرو مقبره د لمنځه تللو له ګواښ سره مخ ده

د بدخشان یمګان ولسوالۍ کې د ناصر خسرو مقبره د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ ده.

د سیمې اوسېدونکي وايي، د دغې مقبرې د بیارغونې په موخه تر دې دمه د مسوولینو او اړونده ادارو له لوري هیڅ ډول پاملرنه نه ده شوې.

د هېواد د وتلي شاعر او لیکووال، ناصر خسرو مقبره چې ویل کیږي په څلورمه او پنځمه سپوږمیزه پېړۍ کې ژوند کاوه، څلور سوه کاله مخینه لري. 

د نوموړي مقبره د بدخشان یمګان ولسوالۍ کې د یوې ډبرینې تپې پر سر موقعیت لري چې د ورښتونو او نورو طبیعي پېښو له امله یې ځینې برخې نړېدلي او دا مهال د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ ده.

د بدخشان اوسېدونکي، امام محمد و ویل: « په چت او دېوالونو یې قرانکریم لیکل شوی دی. ناصر خسرو یو عالم او پوه شخص و. خلک له ګوټ ګوټه د دغه ځای لیدو ته راځي.»

د بدخشان یو بل اوسېدونکي، نجیب الله هم و ویل: « ناصر خسرو اوس مهال یوه خرابه سکه ده. موږ د ناصر خسرو ویجاړوونکي یو او موږ یمګاني والو له خپلې دغې شتمنۍ ساتنه وکړو.»

خو د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي ددغه مزار د بیارغونې موضوع یې له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره شریکه کړې ده او ډېر زر به یې د بیارغونې چارې پیل شي.

د دغه مزار ستنې، تیران او دروازه په ښکلي ډول کیندل کېدو سربېره په بېلابېلو رنګونو او د قرآن کریم په ایتونو ښکلې شوې دي.

د سیمې اوسېدونکي د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړي څو دغه مزار د ویجاړېدو له ګواښه وژغوري.

د بدخشان اوسېدونکي، سید عباس و ویل: « له دولته مې همدا هیله ده، دا چې دا یو تاریخي اثر ده، دا ډېره مهمه ده چې ویجاړه نشي.»

د بدخشان یو بل اوسېدونکي، محمد طاهر هم و ویل: « له همدې امله باید بیاورغول شي او دروازه او خونې یې ودانۍ شي.»

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي ددغه مزار د بیارغونې موضوع یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له مسوولینو سره شریکه کړې ده او ډېر زر به یې د بیاجوړولو چارې پيل شي.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس، ذبیح الله امیري و ویل: « موږ دغه برخه کې د اطلاعاتو او کلتور له بنسټونو سره خبرې کړې دي او انشاالله د دغې تاریخي مقبرې بیارغونه به سږکال پیل شي.»

د تاریخي روایتونو پربنسټ ناصر خسرو بلخي په ۱۰۰۵ زېږدیز کال بلخ کې زېږېدلی و او د غزنوي شاهانو دربار او ترهغې وروسته د سلجوقیانو دربار کې یې ژوند کاوه.

نوموړي په پای کې د سلجوقیانو له درباره ووت او د بدخشان یمګان ولسوالۍ ته لاړ او د ژوند پاتې ۲۵ کلونه یې دې سیمه کې تېر کړل.
ناصر خسرو بلخي په فلسفه، حکمت، ستورپوهنه او ریاضي کې د لوړې پوهې خاوند و. سفرنامه، جامع  الحکمتین، زاد المسافرین، خوان الاخوان، روشنايي نامه، سعادت نامه او دلیل المتحرین د هغه لیکلي اثار بلل کېږي.

د دغې مقبرې ستنې، تیران او دروازه په ښکلي ډول کیندل کېدو سربېره په بېلابېلو رنګونو او د قرآن کریم په ایتونو ښکلې شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه