د چهلستون نه برجه د کابل ښار یوه له لرغونو برخو ده چې نږدې ۲۰۰ کلونه مخینه لري.
د دغې کلا لرغونتیا د امیر دوست محمد خان واکمنۍ ته ورګرځي چې د نوموړي د مشر ورور نواب جبارخان له لوري ورغاول شوه.
دغه لرغونې کلا د ۲۰ زره متره مربع مساحت او لوړو دیوالونو په لرلو سره نهه برجونه لري.
دمګړۍ له نهو برجونو څخه څلور هغه یې پاتې دي چې د دغو څلورو برجونو له ډلې دوه هغه یې په قسمي ډول ویجاړ شوي دي.
د کوشاني څیړنیز نړۍوال مرکز رییس، کتاب خان فیضي و ویل: «د چهلستون نه برجه کلا چې د دوست محمد خان د ورور خان نواب جبارخان له لوري په ۱۸۳۹ تر ۱۸۴۳ پورې ودانه شوې او نهه برجونه لري، مساحت یې ۲۰ زره متره مربعه دی.»
د علومو اکاډمۍ د لروغون پوهنې څیړنیز مرکز علمي غړي، محمد انور فایض هم و ویل: «باید دا وساتل شي څو راتلونکو نسلونو ته ولېږدول شي چې پخوا د معمارۍ هنر څه ډول و.»
د چهلستون په نهُ برجه کلا کې تر ډیره له ډبرو او خټو ګټه پورته شوې.
دا لویه کلا یو وخت د پادشاهانو د استوګنې ځای وو.
د چهلستون د نهُ برجه اوسېدونکی، جمال الدین صدیقي وايي: «دې ته ددې لپاره نه برجه وايي چې نهه برجونه لري. دلته ملکې، خانان او سرداران اوسېدل.»
د چهلستون لوړو دیوالونو په درې متره سور سره دغې سېمې ته ښکلې نما ورکړې ده.
بل لور ته د چهلستون د نهُ برجه اوسېدونکې د دغې تاریخي کلا د برجونو د بیا رغاونې غوښتنه کوي.
د چهلستون د نهُ برجه اوسېدونکی، عبدالصبور فدايي وايي: «له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې تاریخي ځایونه بیا ورغول شي څو خلک یې ليدلو ته ورشي.»
د چهلستون د نهُ برجه اوسېدونکی، نقیب احمد رحماني زیاتوي: «دغو ځایونو ته باید جدي پام وشي، ځکه دغه ځایونه په هېواد کې ډېر مهم دي.»
خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاریخي ابداتو د ساتنې ریاست مسوولین وايي د کابل د چهلستون د نهُ برجه کلا د بیا رغاونې په موخه یې پلان تر لاس لاندې دی.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاریخي ابداتو د ساتنې ریاست کارکوونکی، عبدالقدیر تمیوري وايي: «د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاریخي ابدو د ساتنې ریاست د دغو ځایونو د ساتنې په موخه څو ځل له اغاخان بنسټ او نورو نړۍوالو شرکتونو سره خبرې کړې دي او څو ځل د دغې کلا د جوړولو لپاره نقشې او پلانونه هم جوړ شوي دي.»
د چهلستون له نهُ برجه څخه د ۷۰ لسیزې په جګړو کې د نظامي سنګر په توګه ګټه پورته کېده چې د دغې تاریخي کلا د ډیر ویجاړي لامل وه.
خو دمګړۍ د چهلستون په نهُ برجه کې څه باندې ۲۶ کورنۍ ژوند کوي.
په دې اړه مو اندونه