د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست، خیرالله خیرخواه د اغاخان بنسټ له فرهنګي مسوول سره کتنه کې د هېواد د لوغونو اثارو پر خوندیتوب ټینګار کړی دی.
خیرالله خیرخواه وایي، لرغونې اثار د افغانستان د تاریخ، اصلي فرهنګ او ملي هویت ښکارندوینه کوي.
دغه کتنه کې د اغاخان بنسټ فرهنګي مسوول، اجمل میوندي هم و یلي، په بېلابېلو ولایتونو کې د لرغونو ځایونو د بیارغونې پر پروژو کار روان دی.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند، خبیب غفران و ویل: « د هرات جامع جومات بیارغونې، د خواجه عبدالله انصاري زیارت بیارغونه چې د زلزلو له امله زیمن شوې و، غزني ولایت کې د باباجي جومات بیارغونه او دغه راز د کابل په بالاحصار کې لرغوني تفریحي پارک جوړولو په ګډون د هغو پروژو په اړه خبرې شوې چې کار یې روان دی.»
لرغونپوهان بیا د تاریځي ځایونو د بیارغونې په برخه کې د بنسټونو رول مهم بولي.
د کوشاني نړۍوالو څېړنو مرکز رییس، کتابخان فیضي وویل: « اغاخان او حج کوه چې یوه نوې موسسه ده، ډېر ګټور کار یې په بنسټیزه توګه پیل کړی دی.»
د علومو اکاډمۍ د لرغونپوهنې څېړنیز مرکز علمي غړي، محمد انور فایض هم و ویل: « بنسټونه دېر بنسټیز رول لوبوي.»
تر دې وړاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي و چې د هېواد د لرغونو برخو د بیارغونې پر ۲۱ پروژو کار روان دی.
خو د دغه وزارت ویاند زیاتوي چې د ۱۱ پروژو کار پیل شوی خو په خبره یې، د ۱۰ نورو پروژو لپاره بودیجه نه ده مشخصه شوې.