Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د څه باندې ۶۶۰ لرغونو سیمو کشف او ثبت

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اوس اوس په هېواد کې د څه باندې ۶۶۰ لرغونو سیمو له کشف او ثبت څځه خبر ورکړی دی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران وایي چې د دغه وزارت لرغون پوهان د زیاتو کیندنو په لړ کې توانېدلي دي چې په تېرو نږدې درېیو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو په تېره بیا کابل کې ۶۶۰ تاریخي ساحې کشف کړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند وویل:«د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پېژندنې ریاست د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، په تېرو درې کلونو کې توانېدلی چې د خپل تخنیکي او مسلکي ډلو په همکارۍ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۶۶۸ لرغونې ساحې تشخیص او ثبت کړي.»

د کلتوري چارو شنونکی نجیب‌الله احرار د طلوع‌نیوز خبریالې ته وايي:«دا ډېره مهمه ده، کله چې موږ ساحه کشف کړه او نړۍ ته مو وښوده، بیا د ټولنې نړۍ سیلانیان لېواله کېږي چې افغانستان ته راشي او د افغانستان تاریخ او کلتور بهر ته منعکس کړي.»

د دغه وزارت ویاند زیاتوي چې، کابل او ولایتونو کې څه باندې ۵۶۰۰ تاریخي او لرغوني اثار د دغه وزارت د لرغون پېژندنې له ریاست سره ثبت دي.
که څه هم ځينې لرغون‌پوهان او فرهنګپال په هېواد کې د کشف شویو تاریخي او لرغونو ځایونو پر ارزښت ټینګار کوي؛ خو له اسلامي امارته د دغو اثارو ساتنې ته د پاملرنې غوښتنه کوي.

د کلتوري چارو شنونکی عبدالرحمن احساس وویل:«هغه تاریخي او کلتوري ساحې چې، افغانستان کې دي، زموږ پخوانی تاریخ او هویت نورو نسلونو ته لېږدوي او د تاریخي او کلتوري ساحو ساتنه د حکومت او ملت دنده ده.»

د کوشاني نړۍوال څېړنیز مرکز رییس سر څېړونکی کتاب خان فیضي هم په دې هکله څرګنده کړه:«کله چې ساحې کیندي، باید ترمیم کار موجود وي او په ساحه کې اثار ترمیم کړي او له هغې وروسته چې، بشپړ شو، د یوه غیرمنقول موزیم په توګه استفاده کېدای شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو په هېواد کې د لرغونو او تاریخي اثارو د ساتنې ډاډ ورکړی و.
 
افغانستان د پنځه زره کلن تاریخ په لرلو سره د لرغونو او تاریخي ځایونو د لرلو له اړخه د نړۍ یو له بډایو هېوادونو ګڼل کیږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه