Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل چنداول سیمه درې سوه کاله لرغونتیا لري

چنداول په پلازمینه کې یو له پخوانیو او تاریخي سیمو څخه ده، چې نږدې درې سوه کاله لرغونتیا لري.

چنداول چې د کابل ښار یوه له زړو او تاریخي سیمو ده، څو سیمې لکه پل آرتل، د چنداول د هټیو سړک، د شېر دروازې غر او میوند واټ سره نښلوي.

خو ولې دا سیمه د کابل چنداول نومېږي؟

د چنداول د څلورم ګذر وکیل، سید حسن پرویزي وايي: له نوم یې ښکاري چې غورچاڼ غورچاڼ ګلونه دي. ګل د خلکو په مانا دي. پښتانه، تاجېک، ازبېک له هر ولایت راغلي او په چنداول کې میشت دي. د همدې لپاره ورته چنداول یا چیده ګل وايي.

د کابل د چنداول ځینې لارې او کوڅې په بیلابیلو نومونو یادیږي.

 «کردها (قورتا)، جوانشیرها، کلاه‌خودها (کله خورها) چارسوق، خافي ‌ها، کبلوها (کبري ها) د غره  پر سر کوڅه، د شال بافانو کوڅه، د زیارت کوڅه او د چنداول ځینې نورې زړې لارې او کوڅې یادولای شو.

خټين دېوالونه او تنګې او تیارې کوڅې د زاړه چنداول نښه ده.!

  د کابل اوسېدونکی، حبیب الله وايي: څلور کوڅې اوس پاتې دي چې یوه چهارده ترڅنګ معصوم کوڅه، بله د قورتا کوڅه پورته او ښکته ده. یوه  جعفري حمام لور ته ده، څلور کوڅې سرپټې پاتې دي.

هغه خلک چې کلونه یې په دغې زړې سیمه کې تېر کړي، د چنداول په تړاو خپلې خاطرې داسې بیانوي.

د چنداول اوسېدونکی، عصمت الله  هم وايي: پخوا به چنداول کې وطنی پېروی، پنیر، ترشي، کلچې، مربا او ډېرې ښې ځلوبۍ جوړېدې. اوس هغه خلک پاتې نه دي.

د اوسېدونکو په وینا، په پخوا وختونو کې په دغه سیمه کې د زرګرۍ، ټټارۍ، پښګرۍ، ټوپک جوړونې، کولپ جوړونې، عطارۍ، سیمسارۍ، نانوایۍ، ترکاڼۍ، فالوده پزۍ، کب پلورنې او جلیبۍ پلورنۍ، جليبۍ پخونې، چای پلورنې او قصابۍ هټې وې.

شریک یي کړئ