د پروان د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، تېر کال دغه ولایت کې ۲۰ تاریخي سیمې او لرغوني اثار پېژندل شوي او ثبت شوي دي.
د دغه ریاست مسوولین وایي، پروان ولایت ته د تاریخي سیمو لیدو په موخه د ورتلونکو کورنیو او بهرنیو سېلانیانو په شمېر کې هم زیاتوالی راغلی دی.
د دوی په خبره، تر دې وړاندې دغه ولایت کې ۶۹ تاریخي ځایونه ثبت شوي وو.
د پروان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او ګرځندوی آمر، عتیق الله صافي و وی: « د پروان د اطلاعاتو ریاست سره ۸۹ تاریخي سیمې ثبت دي چې د اسلامي امارت د بیا واکمنۍ راهیسې یې شمېر له ۶۹، ۸۹ ته ورسېده چې موږ نوي ځایونه هم کشف کړل.»
په ورته مهال د پروان اوسېدونکي له مسوولینو غواړي چې د دغه ولایت د تاریخي سیمو او لرغونو اثارو خوندیتوب ته پام وکړي.
د پوهنتون استاد، حکمت الله میرزاده و ویل: « تاریخي او لرغوني اثار هر هېواد کې ارزښتناک ښاري ننداره وړاندې کوي نو پروان کې د تاریخي اثارو شتون موږ ته د دغه ولایت د تاریخي مخینې او ځای ښکارندوینه کوي.»
د پروان اوسېدونکي، حنیف احمدي و ویل: « د دولت دنده دا ده چې د تاریخي ابداتو خوندیتوب لپاره کار وکړي.»
د چاریکار ښار په څنډو کې د توپ درې استوپه او د جبل السراج شاهي ارګ د پروان ولایت مشهور تاریخي ځایونه دي چې د کال په ټولو فصلونو کې یې ګڼ شمېر سېلانیان لیدو ته ورځي.
په دې اړه مو اندونه