Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

باغ علي مردان لرغونې سيمه؛ اوس يې هېڅ نښه نه شته

باغ علي مردان د کابل ښار یو له لرغونو سیمو شمیرل کیږي، چې نږدې دو سوه کاله لرغونتیا لري.

باغ علي مردان سیمه پخوا د بڼوڼو په منځ کې وه او هغه مهال د کابل له مشهورو ځایونو وه چې نږدې دوه سوه کاله تاریخ لري.

دا کوڅه د کابل سیند سویل لور ته له پل خشتي تر محمود خان پله غځېدلې او شمال لور ته یې د میوند واټ دویمه برخه او ختیځ لور ته یې د عیدګاه جومات دی چې اوس د دغه بڼ کومه نښه پاتې نه ده.

د باغ علي مردان سیمه زاړه بازارونه او کوڅې لکه چارچتې بازار، د قصاب کوڅه، د چرم ګریو کوڅه، د پوزي/ بوریا پلورنې کوڅه، د ریکاخانې بازار او نور ځایونه سره نښلولي وو.

د باغ علي مردان اوسیدونکی، میرعبدالقدیر په دې اړه وايي: دا سیمه چې د علي مردان په نوم یادیږي دلته یو کس اوسېده چې نوم یې علي مردان و او باغ یې درلود. ډېری وخت به دلته و او پر دې سیمه او بزګرانو به ګرځېده. 
 
د باغ علي مردان یو بل اوسیدونکی، اسماعیل هم وايي: دا سیمه ټوله مالګینه خاوره وه، دا ودانۍ چې تاسې یې اوس وینئ دا نه و. دلته یوازې یوه لرګینه دروازه وه.

د باغ علي مردان سیمې سرپټې کوڅې او زاړه کورونه چې د هر یوه لرغونتیا څه باندې سل کاله ده، د دې سیمې د تاریخ ښودنه کوي. 

د باغ علي مردان اوسیدونکی، زبیر وايي: دا ټول کاګلي کورونه وو. هغه خلک چې پکې اوسېدل ډېر ښه خلک و. دا هرڅه نه و.
 
دا هم د باغ علي مردان سیمې یو زوړ کور دی، د دې سیمې د اوسیدونکو په وینا په دې کور کې یو وخت علي مردان خان اوسېده. د هغه کور ته ورغلو څو د دې تاریخي سیمې کیسې راته وکړي.

د باغ علي مردان اوسیدونکی، محمد زبیر په دې اړه وايي: دغه ډېر تاریخي کور دی. دلته خپله علي مردان خان ژوند کاوه او که په وطني بڼه یې و وایو، هغه بدمعاشي یې هم کوله چې دلته یې خپل شخصي زندان درلود. باغ علي مردان سیمه له پل خشتي پیلیږي بیا تر عیدګاه جومات پورې دوام لري.

ویل کیږي علي مردان خان یو وخت د کابل والي و او د خلکو په منځ کې یې ځانګړی شهرت درلود. علي مردان د کابل ښار رغولو ته ډېره لېوالتیا لرله، چارچته بازار هم د هغه په وخت کې جوړ شوی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه