د غور تاریخي منار چې د وروستیو میاشتو د سېلابونو له امله په جدي توګه زیانمن شوی د نړېدو له ګواښ سره مخ دی.
د سیمه ییزو مسوولینو په وینا، تر اوسه د دغه تاریخي اثر د استحکام او مرمت په پار هېڅ کار نه دی شوی.
د دنګو غرونو منځ کې دا هسک منار لاهم د درېدا په تکل کې دی.
د جام منار د نړۍ دویم د خښتو منار دی.
اته سوه کاله کېږي چې دغه منار د تور غره او هریرود سیند ترمنځ ولاړ دی، خو طبیعي پېښو په ځانګړي ډول سیلابونو یې تر یوه بریده قامت را ټیټ کړی.
له اوږدو کلونو راهیسې د جام منار څو درجې د هریرود سیند پر لور چې په کلني ډول د زورورو سیلابونو شاهد وي، کوږ شوی دی.
سیلاني، میر رحیم پژوهان وايي: د دغه منار را غورځېدل یوه لویه کلتوري فاجعه ده، دا یوازې د افغانستان لپاره نه بلکې د ټولې اسلامي نړۍ لپاره ده.
یوه بل سیلاني، جمعه ګل محمدي و ویل: د سږکال سیلابونو پر منار جام ډېر اغېز کړی دی، دا منار له تېرو کلونو راهیسې کوږ شوی او اوس د غورځېدو له ګواښ سره مخ دی.
جام منار دوه ويشت کاله وړاندې د یونیسکو له لوري د نړیوال فرهنګي میراثونو نوملړ کې ثبت شوی وو.
خو د غور فرهنګیانو او سیمهییزو مسوولینو په خبره د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي ادارې یونیسکو دغه تاریخي اثر هیر کړی دی.
د غور د اطلاعاتو او کلتور رییس، عبدالحی زعیم وايي: تر اوسه ورته سم استنادي ديوالونه نه دي جوړ شوي. دا مهمه ده، اطلاعاتو او کلتور وزارت چې وار له مخې وړاندیز کړی دی او یونیسکو چې په دې نامه له نړۍ پیسې اخلي باید منار جام و رغوي.
درې میاشتې وړاندې سیلابونو جام منار په جدي توګه زیانمن کړی. اوبه د منار دننه ننوتې او د څو ورځو لپاره پکې پاتې وې.
تردا مهاله ددغه تاریخي اثر د ژغورنې لپاره هېڅ ډول ګام نه دی اخیستل شوی.
د غور اوسېدونکي او فرهنګیان د جام منار نړېدو ته اندېښمن دي.
غور کې د فرهنګي چارو کارپوه، ثاقب په دې اړه و ویل: سیلابونه دومره زوروره وو چې د منار قاعدې ته ور ننوتي دي. په منار کې یو یو نیم متر اوبه ولاړې وې. کله چې د داسې یوه وضعیت شاهدان اوسو نو د منار سقوط یوه جدي موضوع ده. کوم دیوالونه چې جوړ شوي له منار ساتنه نه کوي او ویجاړۍ نشي مهار کولای.
د غور منار د نږدې زر کلن تاریخ لرلو سره د نړۍ یو پخوانی د خښتو منار دی، چې د زمانې سړو، تودو په لړ کې لاهم هسک ولاړ دی. دا منار نه یوازې تاریخي اثر دی بلکې پخپله سینه کې یې د یو ویاړلي تمدن ارزښتونه خوندي ساتلي دي.
په دې اړه مو اندونه