د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، په نږدې راتلونکې کې به د غور د منار جام د استحکام چارې پیل شي.
د دغه وزارت ویاند زیاتوي، د هنر او کلتور مرستیال د یوه پلاوي په مشرۍ غور ته تللی او په دغه ولایت کې یې له یاد مناره لیدنه هم کړې ده.
خبیب غفران دغه راز د ریاست الوزرا او د اطلاعات او کلتور وزارت په امر د څو وزارتونو د یوه ګډ تخنیکي ټیم د ټاکل کېدو خبر ورکوي او وایي چې په نږدې راتلونکي کې به جام څلي د استحکام عملي کار پیل شي.
ښاغلي غفران زیاته کړه: «په دې وروستیو کې د رییس الوزرا د مقام په لارښوونه د بېلابیلو ادارو څو اړخیزه پلاوی وټاکل شو چې د غور د جام مناره ساتنه وکړي او له ګواښونو یې وساتي او په نږدې راتلونکې کې پرې کار وکړي.»
د غورولایت جام څلی له لرغونو آثارو ګڼل کیږي چې شاوخوا دوه ویشت کاله وړاندې د یونسکو د یوه نړۍوال ګډ میراث په توګه ثبت شو.
یو شمېر لرغونپوهان او د کلتوري چارو شنونکي د تاریخي منارونو په ځانګړې توګه د غور د جام منار پر ساتنې ټینګار کوي.
د کلتوري چارو شنونکی، عبدالرحمن احساس و ویل: «په ساتنه کې یې باید ډېر ژر کار وشي او دا اطلاعاتو او کلتور وزارت دنده ده چې دا له یونیسکو سره هم ثبت دی.»
د کوشاني د نړۍوال څېړنیز مرکز رییس، سرڅېړونکی کتاب خان فیضي هم وايي: دا منار له تاریخي او سټراټيژيک پلوه د ارزښت وړ دی، ځکه دغه منار له هنري پلوه هم د تاریخي ابدې په توګه پیژندل کیږي چې مخکې داسې څه نه دي لیدل شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې وروستیو سېلابونو جام منار ته جدي زیانونه اړولي وو او د غور ولایت یو شمېر اوسیدونکي او فرهنګپالو تل د دغه څلي د ړنګېدو په تړاو اندښنه څرګنده کړې وه.
په دې اړه مو اندونه