د اطلاعاتو او کلتور وزارت وياند ددغه وزارت د هنر او کلتور د مرستیال په سرپرستۍ د لوړو زدکړو، پوهنې او علومو اکاډمۍ د غړو په حضور سره د هېواد د ژبو د ملي شورا د نوبتي غونډې له جوړولو خبر ورکوي.
د دغه وزارت وياند وايي، د هنر او کلتور مرستیال په هېواد کې د ملي ژبو پر پراختيا ټينګار وکړ او وويل، چې ټولې ژبې پر نظام حق لري او بايد کار ورباندې وشي.
عتیق الله عزیزي دغه راز په یاده غونډه کې وايي، د اسلامي امارت پالیسي دا ده، چې ټولې ژبې او قومونه یو شان دي او دوی هڅه کوي، چې د همدې شورا له لارې د ژبو علمي او فرهنګي اړتیاوې پیدا او رسېدنه ورته وکړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند، خبیب غفران په دې اړه وايي: "په دغه غونډه کې د هنر او فرهنګ مرستيال یادونه وکړه، چې ټولې ژبې پر نظام حق لري او ودې او پیاوړتیا لپاره یې باید کار وشي. ځکه دا د ولسونو د پېژندګلوۍ سمبول دی."
یو شمېر کارپوهان د ملي ژبو په اهمېت ټینګار کوي، خو په هېواد کې د نورو ژبو د پیاوړتیا غوښتنه هم کوي.
د پوهنتون استاد، عمر مختار نیکزاد وايي: "ښوونیز مرکزونه باید جوړ شي، څو وکړای شو دغه خپل کلتور چې په نړۍ کې له نایابه کلتورونو دی، او نایابه ژبې او خوږې ژبې دي، باید وده وکړي."
د پوهنتون یو بل استاد، سید شاه ګهرپور هم و ویل: «ددې ترڅنګ چې افغان دوه ملي ژبې په اساسي قانون کې ثبت دي او ډېری خلک په همدغو دوو ژبو خبرې کوي. په دې جغرافیه کې دوه سوه لهجې هم لرو.»
تر دې وړاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام کې په هېواد کې د ملي ژبو د شورا له جوړولو خبر ورکړی وو.