Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بامیان په شیبر کې تاریخي اثار د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي

د بامیان د شیبر اوسېدونکي وايي، دغه ولسوالۍ کې لسګونه تاریخي اثار د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.

دوی له حکومت او کورنیو او بهرنیو بنسټونو غواړي چې د دغو تاریخي اثارو ساتنې او بیارغونې په برخه کې مرسته وکړي. 

شیبر ولسوالۍ کې طقمه‌چي کلا د ضحاک پاچاهۍ له وخت راپاتې تاریخي ابده ده چې له زرو کلونو زیاته مخینه لري.

د سیمې اوسېدونکي وایي، پخوا به دغه کلا کې پوځي ودانۍ جوړېدې او له دغې لارې به سوداګریز توکي هم لېږدول کېدل چې د وخت د حکومتونو د پوځیانو له لوري به څارل کېدل.

د شیبر ولسوالۍ اوسېدونکي رمضان و ویل: « د دغې سیمې په پورتنۍ برخه کې ډېر غارونه شته. ویل کیږي چې دلته یې توره، نېزه، ډالونه او غشې جوړول لو له همدې امله د دغې سیمې نوم عراق نومول شوی دی.»

د دغې ولسوالۍ بل اوسېدونکي، محمد حسین و ویل: « دغه کلا ډېره لوړه ده او ډېر ښکلي ځایونه لري. د دې کلا پورته برخه یې ډېره ښه جوړه کړې چې زړه دې غواړي په ساعتونو ورته وګورې.» 

د دې تاریخي ودانۍ ځینې برخې د سیمې اوسېدونکو نه پاملرنې، واورې، باران او نورو طبیعي پېښو له امله ویجاړې شوې او په جدي ډول بیارغولو ته اړتیا لري.

د سیمې اوسېدونکی، ګل محمد افغان زاده وایي: « تاریخي ځایونه باید په بشپړه توګه خوندي شي، ځکه د اوږد تاریخ او اصلیت ښکارندویي کوي.»

بل اوسېدونکي، زمان علي و ویل: « خلک او حکومت دواړه باید تاریخي د تاریخي ځایونو خوندیتوب ته پام وکړي.» 

په ورته مهال د بامیان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس دغه ولایت کې د تاریخي ابدو د بیارغونې ډاډ ورکوي.

د بامیان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس، صفي الله راید و ویل: « ځینو ځایونو کې مو کارونه پیل کړي. تاسو خبر یاست چې مرکز کې کارونه روان دي او ولسوالیو ته غځيږي. د یکاولنګ څلویښت برجه ته ځو او نورو سیمو سروې کوو او بیا ګورو چې څومره کار ته اړتیا ده.»

بامیان کې لسګونه تاریخي او لرغوني اثار تېر کې د دغه ولایت د زاړه تمدن ښکارندویي کوي. 

هر کال زرګونه کورني او بهرني سېلانیان د دغه ولایت تاریخي سیمو او طبیعي ښکلاو لیدو ته ورځي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه