Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ملي ارشیف ودانۍ بیا رغوي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، د ۴ اعشاریه ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ملي ارشیف د بیارغونې چارې پیل شوې دي. 

د دغه وزارت ویاند خبیب غفران وایي، ملي ارشیف د اسنادو خوندیتوب په موخه بیا رغوي. 

د ملي ارشیف دغه ودانۍ څه د پاسه ۱۳۰ کاله وړاندې امیر عبدالرحمن خان د خپل زوی امیر حبیب الله خان د مېلمستون په توګه جوړه کړې وه چې په ۱۳۵۲ کال کې د سردارمحمد داوود خان په دوره کې د ملي ارشیف ساتنې ته ځانګړې شوه.

د ملي ارشیف د تاریخي اسنادو د برخې کارپوه همایون نیکزاد و ویل: « دلته د احمد شاه بابا، تیمور شاه دراني، امیر دوست محمد خان، امیر شېرعلي خان او امیر عبدالرحمن خان په ګډون د بېلابېلو پاچاهانو فرمانونه ساتل کېږي.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران و ویل: « دا د اطلاعاتو او کلتور وزارت یوه مهمه پروژه ده. د هېواد د یوې تاریخي ابدې په توګه د ملي ارشیف اهمیت ته په کتو، د دغې پروژه پلي کولو سره به تاریخي اسناد له طبیعي او موسمي زیانونو خوندي وي.»

د ملي ارشیف مسوولین د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د دغې ودانۍ د بیارغونې هرکلی کوي او هېواد کې د تاریخي او لرغونو ځایونو پر ساتنې ټینګار کوي.

د ملي ارشيف د خطي نسخو د ساتنې مسوول، هارون نوري وويل: « دا ودانۍ څه د پاسه ١٣٢ کاله مخینه لري او بیارغونې ته یې اړتیا لرله. دا زموږ لپاره خورا مهمه ده چې، دا بیارغونه پیل شوې ده.»

ملي ارشیف کې په سرو زرو او لاجوردو ډیزاین شوې خطي نسخې، تاریخي اسناد او ځینې نور تاریخي توکي لکه د امیر عبدالرحمن خان مېز، څوکۍ او المارۍ ساتل کېږي.

شریک یي کړئ