د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د هېواد په شپږو ولایتونو کې د لرغونو سیمو د ساتنې په موخه پر ۱۳ پروژو کار روان دی.
د دغه وزارت د ویاند په خبره، دغه پروژې روان کال په هرات، کندهار، بامیان، غور، غزني او کابل کې پیل شوي چې همدې کال کې به یې چارې هم پایته و رسیږي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران و ویل: « داطلاعاتو او کلتور وزارت په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د تاریخي ابدو د ساتنې او بیارغونې په موخه په شپږ ولایتونو کې د ۱۳ پروژو چارې پیل کړې دي.»
لرغوني اثار د یوه هېواد لرغونتیا، تاریخ او تمدن ښیي خو په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو له امله د نورو برخو ترڅنګ لرغونې برخې هم خوندي نه دي پاتې شوې.
د پوهنتون ځینې استادان د لرغونو ودانیو بیارغونه د اقتصادي ودې او بهرنیو ګرځندویانو د جلب په برخه کې ګټوره ګڼي.
د پوهنتون استاد، خلیل احمد کامجو و ویل: « هغه هېوادونه چې تاریخي او لرغوني اثار لري، ډېر ګرځندویان جلبوي. دا د هغه هېواد لپاره د عاید ښه سرچینه کیدایشي.»
د تاریخي ودانیو بیارغونه د ودانیزو برخو یوه ارزښت لرونکې څانګه ده چې، د تاریخي ودانیو د تل پاتې کېدو لامل کیږي.
په دې اړه مو اندونه